د افغانستان لپاره د امریکا غږ د دري ژبې د څانګې خبریال، ایډیټر او د خپرونو چلوونکی حفیظ اصفي له دغې ادارې سره تر ۱۵ کالونو کار وروسته تقاعد وکړ.
اصفي په ۲۰۰۹ کال کې له امریکا غږ سره دنده پیل کړه او د بېلابېلو خبري، سیاسي او فرهنګي خپرونو کوربه و.
اصفي تر دې مخکې له ازادۍ راډیو سره د ایډیټر په توګه هم درې کاله کار کړی دی.
د طالبانو د لومړي دور له سقوط وروسته اصفي دوه کاله په کابل کې د موبي ګروپ او طلوع مشاور و.
اصفي تر دې مخکې د فرانسې د سیپاپرس له تصویري شبکې سره هم تقریبآ پنځه کاله کار کړی دی.
حفیظ اصفي په ۱۳۵۴ کال کې د استقلال له عالي لېسې څخه فارغ شوی او د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی یې لوستی دی.
نوموړی په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو له یرغل وروسته له هېواد څخه ووت، فرانسې ته مهاجر شو او له هغه ځای څخه وروسته بیا متحدو ایالتونو ته ولاړ.
له حفیظ اصفي څخه وپوښتل شو چې له تقاعد وروسته به څه کوي؟ هغه وویل: «خپل ژوند لیک او کتاب به لیکم او فلمونه به لیکم.»
فورم \ دبحث خونه