د لاس رسي وړ اتصالات

ګینګریچ: د امریکا همکار افغانان د ځانګړي ملاتړ مستحق دي


د متحدو ایالتونو د استازو خونې پخوانی مشر نیوت ګینګریچ
د متحدو ایالتونو د استازو خونې پخوانی مشر نیوت ګینګریچ

د متحدو ایالتونو د استازو خونې پخواني مشر نیوت ګینګریچ ویلي دي، چې د امریکا همکار افغانان د ځانګړي ملاتړ او چلند مستحق دي او باید په سختو شرایطو کې یوازې پرېنښودل شي.

ګینګریچ د سي بي اس خبري شبکې سره په مرکې کې وویل: «زما په نظر، هغه افغانان د فوق العاده حمایت او چلند وړ دي، چې د امریکایانو ترڅنګ فعال جنګېدلي، امریکایان یې ژغورلي او د طالبانو په ضد بري کې یې مرسته کړې ده.»

نوموړي زیاته کړه: «کله چې یو څوک په تمامه مانا ستاسو ملاتړي وي او ستاسو تر څنګ خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي، باید یوازې پرېنښودل شي. دا یوه عمومي څرکنده قاعده ده.»

د متحدو ایالتونو نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په شلمه نېټه لوړه کوي، اټکل کېږي، چې هغه به د کډوالو په اړه سختې تګلارې اعلانوي. همدغو اندېښنو ته په کتو، د امریکا سلګونو پخوانيو او اوسنیو پوځیانواو ملکي مقاماتو ډونالډ ټرمپ او کانګرس ته یو لیک استولی او امریکا ته د افغانانو د انتقال او دلته یې د مېشتولو د پروګرام د دوام غوښتنه کړې ده.

د متحدو ایالتونو کانګرس د امریکا د پوځیانو د همکارانو لپاره د مهاجرت ۵۰ زره ځانګړې ویزې منظورې کړې او ټاکل شوې دا ټولې ویزې د اوړي تر پاي پورې صادرې او ختمې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته څه باندې ۱۸۳زره هغه افغانان، چې ژوند یې په خطر کې و، له خپلو کورنیو سره متحدو ایالتونو ته انتقال شوي. زرګونه نور افغانان په افغانستان کې او له افغانستان څخه بهر د امریکا ویزو ته منتظر دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG