د لاس رسي وړ اتصالات

'د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق مهمې برخې نه دي عملي شوي'


دا توافق د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست له لانجمنو انتخاباتو وروسته د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ لاسلیک شو
دا توافق د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست له لانجمنو انتخاباتو وروسته د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ لاسلیک شو

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي توافق د یو کال له پوره کېدو وروسته وايي چې د دغه توافق ځینې مهمې برخې نه دي عملي شوي.

دا توافق د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست له لانجمنو انتخاباتو وروسته د ۱۳۹۹ کال د غوايي په ۲۷مه د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هغه وخت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شو.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ د مې په ۱۷ (غوايي ۲۷) امریکا غږ ته وویل چې د ښاغلي عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې د عالي شورا جوړېدل او د نوموړي له خوا د کابینې د ۵۰ سلنه غړو معرفي کول هغه موارد دي چې د یاد توافق له مخې عملي شوي دي.

خو ښاغلي خوځون زیاته کړه: "تراوسه هم د دولت د رهبرۍ شورا، د تقررۍ په برخه کې بیا د ولایتونو، سنا، سفارتونو، معینیتونو دا موضوعات تراوسه هم پاتې دي او زموږ کسان نه دي ورمعرفي شوي".

هغه دا توافق د کړکېچ د مخنیوي لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه که په بشپړه توګه عملي شوی وای د افغانستان اوسنی وضعیت به ورسره ښه شوی و.

د دغه توافق په اساس د افغانستان د جمهوري ریاست پخواني لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شوه.

د ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شورګانو او ښاروالیو د ټاکنو ترسره کول، د اساسي قانون د تعدیل لپاره د هیئت ګومارل او د ټاکنیز اصلاحات د غني او عبدالله ترمنځ د توافق نورې برخې دي.

ښاغلي خوځون وویل چې تراوسه په ټاکنیز سیستم کې اصلاحات نه دي راوستل شوي.

خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې د غزني د ولسي جرګې، ښاروالیو، ولایتي او ولسوالیو شورګانو د ترسره کولو لپاره چمتووالی وښود.

همداشان دغه کمېسیون ویلي چې د انتخاباتو د سیستم د اصلاح پالیسي جوړه شوې چې په عملي کېدو سره به یې د انتخاباتو لګښت سم نیمايي راکم شي.

د افغانستان جمهوري ریاست د غني او عبدالله ترمنځ د توافق د ځینو برخو د نه عملي کېدو په تړاو د امریکا غږ پوښتنې ته ځواب ورنکړ.

XS
SM
MD
LG