د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبانو سره د خبرو په لار کې پراته ټول خنډونه مو لرې کړي


جمهور رئیس محمد اشرف غني وايي، چې افغانستان کې د یو داسې سولې د ټینګیدو لپاره هڅې کوي، چې افغان ځوانان د پردیو د لاس الې نشي او د خپل وطن ابادۍ ته کار وکړي.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۰ ( زمري ۳۰) د افغان امیني او دفاعي ځواکونو له خوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې د لمانځنې غوڼدې ته په خپل ویډیوي پیغام کې وویل، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو لپاره یې ټول خنډونه لرې کړي دي.

ښاغلي غني وویل: "د باغزته او تل پاتې سولې ته د رسیدلو لپاره او د طالبانو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د پلاوي د خبرو د پیل لپاره مو ټول خنډونه او بهانې لرې کړي دي. مونږ د داسې سولې ټینګیدو لپاره هڅې کوو، چې په هغه کې زمونږ ځوانان د وطن د ابادولو په چارو بوخت وي نه د نورو د لاس الې".

ښاغلي غني وویل سولې ته رسیدل خپل رسالت او مسولیت ګڼي او په همدې خاطر يې د طالبانو په ډله په وار وار غږ کړی، چې دایمي اوربند ومني او ژر تر ژره د افغانستان اسلامي دولت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

ښاغلي غني د طالب بندیانو خوشې کول او د سولې مشورتي جرګې جوړل د سولې د ټینګیدو په لار کې د خپلو هڅو د بیګې په توګه یاد کړل.

جمهور رئیس غني د سولې د ټینګیدو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې که څه هم هغه د سولې د مشورتي جرګې د غوښتنو له مخې د طالبانو د بندیانو د پنځه زره کسیز لیست څخه د څلور سوو پاتې بندیانو د خوشې کیدو فرمان لاسلیک کړی، خو د فرانسې او استرالیا له خوا د یو شمیر طالب بندیانو د خوشې کولو سره د مخالفت وروسته د بندیانو د خوشې کیدو بهیر یو ځل بیاځنډیدلی دی، چې ورسره د سولې مخامخ خبرې هم ځنډیدلي دي.

ښاغلي غني یو ځل بیا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند او په ځانګړي ډول یې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والې ډلې پر وړاندې د دغو ځواکونو د هڅو ستاینه وکړه.

ښاغلي غني وویل: "د داعش او تروریزم پر وړاندې ستاسو مبارزه بې سارې وه، همدا تاسو د داعش او تروریزم ملا ماته کړه او لا هم د سیمې او نړۍ ثبات ته د دغو پیښو تهدیدونو او خطرونو په وړاندې په میړانه جنګیږئ".

د کابل په جنوب کې د افغان د ځانګړو ځواکونو په قوماندانۍ کې د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۱ مې کلیزې د لمانځنې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له خوا پوځي تمرینات هم ترسره شول.

په دغو تمریناتو کې د افغان هوايي ځواکونو جنګي الوتکو او هلیکوپترونو هم د مراسمو پر ځای له لنډې فاصلې الوتنې وکړې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د دفاع او کورنیو چارو سرپرستو وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په دې مراسمو کې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG