د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني: ترکیه د بشري حقونو په اړه غلط پیغامونه انتقالوي 


د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس

د ترکیې حکومت څو ورځې مخکې د ښځو سره د زور زیاتي د مخنیوي له کنوانسیون څخه د وتلو پرېکړه وکړه.

جرمني وايي ترکیه په دې کار او د کردانو د ملاتړي خلکو دموکرات ګوند په بندولو سره، اروپايي ټولنې ته غلط پیغامونه انتقالوي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۲ (وری۲) وویل: « هغه څه چې موږ په تېرو څو ورځو کې ولیدل- د خلکو د دموکرات ګوند بندول او په ځانګړي ډول د استانبول له کنوانسیون څخه وتل- بیخي غلطې نښې دي.»

ښاغلی ماس د خپلو اروپايي سیالانو سره د خبرو لپاره بروکسل ته رسېدلی دی. نوموړي زیاته کړې چې په ختیځې مدیترانې کې د ترکیې او یونان ترمنځ اړیکې هم مخ په خرابېدو دي.

اروپايي ټولنې له یو لړ بحثونو او شخړو وروسته تېرکال په ترکیې باندې د بندیزونو د لګولو ګواښ کړی و.

د ترکیې حکومت څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې نور د هغه کنوانسیون برخه نه دی چې په ۲۰۱۱ کال کې پرې موافقه شوې وه. اروپایي اتحادیې او د نړۍ ۴۵هیوادونو په دغه کنوانسیون کې لاسلیک کړی دی.

د کنوانسیون له مخې حکومتونه مکلف دي چې د کورني تشدد ، د میرمنو سره د زور زیاتي، جنسي تیري او د میرمنو د ختنې کولو سره د مبارزې لپاره قوانین جوړ کړي.

خو یو شمېر محافظه کاران ادعا لري چې دا کنوانسیوند کورنیو یووالی له منځه وړي، میرمنې طلاق اخیستو ته هڅوي او همجنسبازان یې د ځان د ګټو لپاره کاروي.

XS
SM
MD
LG