د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني حکومت: نصیب الله له افغانستان څخه بېرته راولو


رسمي شمیرې ښیي چې جرمني له ۲۰۱۶ کال راپدې خوا ۱۴۸ کډوال افغانستان ته استولي دي
رسمي شمیرې ښیي چې جرمني له ۲۰۱۶ کال راپدې خوا ۱۴۸ کډوال افغانستان ته استولي دي

د جرمني حکومت یو افغان کډوال چې په روانې میاشت کې یې افغانستان ته استولی و، بیرته راغواړي.

د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې ویلي چې د مهاجرت او پناه غوښتنې سازمان (BMF) به د نصیب الله د بیرته "راستنولو لپاره عاجل اقدام وکړي."

نصیب د جولائ په میاشت کې له ۶۸ نورو افغان پناه غوښتونکو سره افغانستان ته واستول شو.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست ذیهوفر چې د صدراعظمې انګلا مرکل د مهاجرتي پالیسو مخالف دی منلي چې د مهاجرت او پناه غوښتنې سازمان د نصیب الله د پناه غوښتنې په دوسیې کې "ظاهراً بیروکراتیکه تېروتنه" کړې ده.

د مهاجرت او پناه غوښتنې سازمان ویلي چې افغانستان ته د بېرته نه ستنېدو په تړاو د نصیب الله غوښتنه ونه منل شوه، ځکه نو دوي فیصله وکړه چې دغه افغان کډوال دې خپل اصلي ټاټوبي ته واستول شي.

د جرمني حکومت د نصیب الله د بیا رابللو فیصله په داسې وخت کې کړې چې څو ورځې مخکې یو افغان ځوان چې له جرمني څخه شړل شوی و، په کابل کې ځانوژنه وکړه.

په ۲۰۱۶ کال کې برلین له کابل سره توافق وکړ چې هغه افغانان به بیرته ورستانه کړي چې د جرمني حکومت یې د پناه غوښتنې عریضې رد کړي دي.

رسمي شمیرې ښیي چې تراوسه له جرمني څخه ۱۴۸ افغان ویستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG