د لاس رسي وړ اتصالات

د 'اسانه ځان وژنې' ماشین؛ په استعمالولو یې ۲۰ ډالر مصرف راځي


په دغه کپسول کې به یوازې هغه کسان ځایږي، چې تر یو متر او ۷۳ سانتي متره قد ولري.
په دغه کپسول کې به یوازې هغه کسان ځایږي، چې تر یو متر او ۷۳ سانتي متره قد ولري.

په سویس کې یو خیریه ټولنه چې خلکو ته د 'اسانه مړینې' اسانتیاوي برابروي وایي، چې ډېر ژر به پدغه هېواد کې د ځان وژنې لپاره د کپسول په څېر یو ماشین کارولو ته قانوني اجازه ورکړل شي، چې په کې انسان له یوې دقیقې څخه په لږ وخت کې مري.

فضايي بیړۍ ته ورته د سارکو په نوم دغه کپسول چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۹م کال کې نندارې ته وړاندې شوه، کولای شي په څو شیبو کې د کپسول دننه د اکسیجن کچه دومره راټیټه کړي چې په هغه کې پروت کس چې غواړي‌ په خپله خوښه خپل ژوند ته د پای ټکې کيږدي، لومړی بې هوښه او بیا په په ارامه ساه ورکړي.

ددغه کپسول یوه بله ځانګړتیا دا دی، چې د ډاکټرانو له حضور پرته د مړینې امکان برابروي او د کارولو بیه یې یوازې ۲۰ امریکايي ډالر ده.

په ورته وخت کې، د "وروستۍ حل لارې" په نوم یوې موسسې ویلي چې د دې کپسول د کارولو په وړاندې هیڅ کوم قانوني خنډ نشته. د سویس د قانون له مخې،‌ خلک په خپلې خوښې د ځان وژنې اجازه لري.

ددغه موسسې اجرائیوي رئیس فلوریان ویلیټ وویل: "له هغه ځایه چې یو شمیر کسان د سارکو کارولو ته په تمه دي او غواړي چې دا کار ډیر ژر ترسره شي،‌ نو شونې ده چې په قانوني توګه ددغه کپسول کارولو ته ډېر ژر اجازه ورکړل شي."

هغه زیاته کړه: "تر دې زیات د یو ښکلي مرګ تصور نشم کولی چې له اکسیجن پرته په ابدي خوب ویده شم."

د یوې تڼۍ په کیکاږلو له ژوندانه سره مخه ښه

هغه کسان چې غواړي چې په خپله خوښه خپل ژوند ته د پاې ټکې کیږدي، لومړی باید د اروا پوه ډاکټر لخوا یې وضعیت و ارزول شي، ځکه په سویس کې دا یو له مهمو قانوني پړاونو او غوښتنو څخه دی.

تر دې پړاو وروسته بیا هغه کس په کپسول کې دننه پریوځي، دروازه ورپسې تړل کیږي او دغه پوښتنې ورڅخه کیږي؛ چې هغه څوک دی، چیرته دی، او ایا هغه پوهیږي چې د تڼۍ تر کیکاږلو وروسته څه پیښیږي.

بیا ورته ویل کیږي، "که تاسو غواړئ مړ شئ، تڼۍ کیکاږئ". د ټنۍ تر کیکاږلو وروسته بیا پښیماني‌ بې ګټې ده، ځکه هغه مهال مړینه حتمي ده.

ددغه کپسول مخترع، فلیپ نیتساکي وویل: "کله چې تڼۍ کیکاږل شي، د کپسول دننه د اکسيجن کچه له ۳۰ ثانیو څخه په لږه موده کې له ۲۱ سلنې څخه ۰.۰۵ سلنې ته راښکته کیږي. همدارنګه له دوه ځلې ساه اخیستلو وروسته په کپسول کې پروت کس، د اکیسجن د نشتوالي له امله بېسده او په پای کې د بې هوښۍ په حالت کې ساه ورکوي."

لومړی کس چې ددغه کپسول له لارې به خپل ژوند ته د پای ټکی کیږدي

لا تر اوسه معلومه نه ده چې له دغه کپسول څخه به لومړی د چا لخوا، کله او چیرته کار واخیستل شي او دغه معلومات به تر هغه پورې په ډاګه نه شي، چې کپسول نه وي‌ کارول شوي.

د دې کپسول د کارولو لپاره غوښتونکي باید ۵۰ کلن وي، خو که چیرې یو څوک چې عمر یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي او په لا علاجه ناروغي اخته وي، نو د درد او رنځ د کمولو لپاره به یې استثنا په پام کې نیول کیږي.

د سارکو کپسول پر څیړنې او د جوړولو پر چارو چې ۱۲ کاله وخت یې ونیوی، ۷۱۰ زره ډالر لګښت راغلی دی. دغه کپسول په هالنډ کې جوړ شوی دی.

بلخوا، په دغه کپسول کې به یوازې هغه کسان ځایږي، چې یو متر او ۷۳ سانتي متره ونه ولري. په ورته وخت کې ددغه کپسول جوړونکي هڅه کوي، چې داسې یو بل کپسول جوړ کړي، چېري چې یوه جوړه(خاوند او مېرمن) یوځای په کې ساه ورکړای شي.

د 'وروستي حل لارې' په نوم موسسې همدارنګه ویلي، چې هیڅکله به اجازه ورنکړي چې دا کپسول په اعدام د محکومو کسانو لپاره وکارول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG