د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا کې د لومړي ځل لپاره یو تن د خوګانو زکام نیولی


د بریتانیې د عامې روغتیا وزارت دوشنبه نومبر ۲۷ (لیندۍ۶) تائید کړه چې پدې هیواد کې د لومړي ځل لپاره یو تن پداسې زکام اخته شوی چې تر دې دمه یوازې په خوګانو کې لیدل شوی.

ډاکټرانو ویلي چې د H1N2 دا ویروس یو تن کې تشخیص شوی چې په تنفسي جهاز کې د ستونزو لرلو له کبله د معاینې لپاره روغتون ته ورغلی و.

په معایناتو کې څرګنده شوه چې دا شخص د خوګانو په زکام اخته شوی.

د بریتانیې روغتیایي امنیت ادارې ویلي چې تر اوسه پدې هیواد کې هیڅوک پدې ویروس نه و اخته شوي او همدا یې لومړنۍ قضیه ده.

د دې ادارې مشرې میرا چاند ویلي پدې کار کوي چې معلومه کړي دا ویروس له کومه ځایه دې شخص ته رسیدلی او دا چې نه پریږدي نورو خلکو ته خپور شي.

میرمن چاند ویلي، " دا لومړی ځل دی چې مونږ دا ویروس په بریتانیې کې په انسانانو کې کشف کړی. دا هغو ویروسونو ته ورته دی چې په خوګانو کې لیدل شوی".
ډاکټرانو تر اوسه د ویروس سرچینه نده معلومه کړې او پدې هکله څیړنې کوي.

هغوي همدرانګه ویلي چې په ویروس اخته شخص عادي ناروغي درلوده چې اوس په بشپړه توګه جوړ شوی.

په عین حال کې د بریتانیې روغتیایي امنیت ادارې د حیواناتو څانګې مشرې کریسټین میډلمیس ویلي چې د دې ویروس په هکله څیړنو کې مرسته کوي، ساینسي پوهه او د حیواناتو په هکله معلومات شریکوي تر څو د ویروس سرچینه څرګنده شي.

د HIA انفلونزیا چې دا شخص پرې اخته شوی د نړۍ په بیلا بیلو سیمو کې یوازې خوګان پرې اخته کیږي. H1N1 ، H1N2 او H3N2 د خوګانو د انفلوینزا نور ډولونه دي چې یوازې خوګان پرې اخته کیږي.

خو کله نا کله پرې انسانان هم اخته کیږي، په ځانګړې توګه کله چې یو تن په مستقیم یا غیر مستقیم ډول داسې یو خوګ سره مخ شي چې پدې ویروس اخته وي او یا داسې ځای ته ولاړ شي چې دا ویروس پکې خپور وي.

H1N1 د انفلوینزیا د ۲۱مې پیړۍ لومړنۍ وبا وه چې په ۲۰۰۹ کال کې خپره شوه. ویل کیږي چې همدې وبا د ۱۵۱۷۰۰ څخه نیولې تر ۵۷۵۴۰۰ پورې کسان په ټولې نړۍ کې مړه کړي و.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG