د لاس رسي وړ اتصالات

د بادغیس جګړه: لسګونه طالبان او افغان سرتیري وژل شوي


دوسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د بالامرغاب په ولسوالۍ کې شپږ ورځې وړاندې جګړې پیل شوي دي.
دوسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د بالامرغاب په ولسوالۍ کې شپږ ورځې وړاندې جګړې پیل شوي دي.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، نن د دوشنبې په ورځ ( وري ۱۹ مه) د دغه ولایت د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د شپږمې ورځې لپاره جګړو دوام درلود، خو دغې ولسوالۍ ته د تازه دمو ځواکونو په رسیدلو له ځینو سیمو څخه وسله وال طالبان په شاتګ ته اړ شوي دي.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، د جګړې په مهارولو کې ورسره په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو هم د هوايي ملاتړ د برابرولو په برخه کې مرسته کړې ده.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د بالامرغاب د دوو وروستیو ورځو په جګړو کې له پنځوسو زیات وسله وال طالبان وژل شوي او نږدې سل نور ژوبل شوي دي.

جمشید شهابي د ادعا له مخې په وژل شوو طالب وسله والو کې د دغې ډلې څو سیمه ییز قومندانان هم شامل دي.

د بادغیس د والي ویاند په دغو جګړو کې د ملي اردو د اتو سرتیرو او څلورو پولیسو وژل او د ملي اردو د پنځویشت سرتیرو او هم د ملي پولیسو د لسو سرتیرو ټپی کیدل تائید کړي دي.

د بادغیس د بالامرغاب په ولسوالۍ کې تازه نښتې هغه مهال پیل شوې، چې د وري په ۱۵ مه وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره په سیمه کې پراخه عملیات پیل کړل.

د دغو جګړو په درییمه ورځ وسله وال طالبان د بالامرغاب د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ په نیولو بریالي شوي وو.

طالبانو له خوا د امنیه قومندانۍ د نیولو وړاندې په دغه قومندانۍ کې میشت د پولیسو سرتیرو دا قومنداني پریښې وه او د سیند هغې غاړې ته د ملي اردو د درییمې لوا کنډک ته په شا شوي وو.

د بادغیس د ولایتي شورا یو غړي ناصر نظري امریکا غږ اشنا ته وویل، چې افغان ځواکونو د نن ورځې ( وري ۱۹ مه) په عملیاتو کې د بالامرغاب د ولسوالۍ څو ودانۍ او د دغې ولسوالۍ بازار یوه برخه بیرته له طالب وسله والو نیولي دي.

ښاغلي نظري وویل، چې نن هم د بالامرغاب په ولسوالۍ کې جګړې وې، خو د تیرو ورځو پرتله یې شدت ډیر کم شوی دی.

هغه وویل، چې په دغو جګړو کې تراوسه ورته د دوه ملکي وګړو د وژل کیدلو راپور ورکړل شوی دی.

د بلې خوا وسله والو طالبانو د بادغیس د ابکمري په ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په پوستو له تیرې ورځې راهیسې عملیات پیل کړي، چې د دغه ولایت د چارواکو د ادعا له مخې د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي دي.

د بادغیس د والي ویاند جمشید شهابي وايي، د ابکمري په ولسوالۍ کې په جګړو کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي.

هغه وویل، د دغې ولسوالۍ په جګړو کې دوه افغان امنیتي سرتیري هم وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې د بالامرغاب په ولسوالۍ کې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي تیره شپه رسنیو ته په یوې استولې اعلامیه کې، د بالامرغاب په ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له خوا د یو شمیر افغان سرتیرو د محاصرې ادعا کړې او په دې اعلامیه کې یې په محاصره شوو سرتیرو باندې د تسلیمدو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG