د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان هوایي پوځ پخواني غړي: د طالبانو له تهدید سره مخ یو


د افغانستان د مخکني حکومت د هوایي پوځ یو شمیر غړي ادعا کوي چې د طالبانو له تسلط وروسته له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

د افغانستان د هوایي پوځ د استخباراتي عملیاتي مرکز (Operation Intelligence Center) یو شمیر پخوانیو غړو له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي دي چې د هغوی قوماندانان او پیلوټان د کابل له سقوط سره له هیواد څخه وتلي دي، خو د دغې برخې د هدف نیونې شاوخوا ۴۰ غړي‌ له یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي.

د دغو پخوانیو افسرانو مهمه دنده دا وه چې د افغان پیلوټانو د هدفونو د نښه کولو لپاره به یې معلومات راټولول. دوی نغواړي چې نومونه یې واخیستل شي،‌ وايي‌ امنیت او ژوند یې په خطر کې دي.

د افغانستان د هوایي پوځ د یو زون پخواني امر د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل: "موږ او زموږ کورنۍ د طالبانو له خوا ګواښل کیږي، تهدید پاڼې د کورونو شاته راته اچول شوي او زنګونه هم راته راغلي دي."

د پوځ دغو پخوانيو غړيو ویلي دي چې هغوی د طالبانو له ویرې په یو ځای کې نشي پاتې کیدای او مجبور دي چې خپل موقعیت بدل رابدل کړي او ویریږي چې که طالبانو ته په لاس ورشي، «وبه وژل شي».

یاد پوځیان په داسې حال کې د طالبانو له خوا د تهدید خبره کوي چې د واکمن کیدو وروسته د طالبانو حکومت عمومي عفوه اعلان کړه، خو د افغانستان په یو شمیر سیمو کې د طالبانو له خوا د پخواني حکومت د کارکوونکو په ځانګړي ډول د پځوانیو پوځیانو د وژلو، نیولو او ځورولو راپورونه ورکړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا یعقوب هم څه موده وړاندې په یو نوي غږیز پیغام کې ویلي وو چې داسې راپورونه ورسیدلي چې ګواکې د طالبانو جنګیالیو یو شمیر کسان له طالبانو سره د دښمنۍ او مخالفت له امله وژلي دي.‌

ملا یعقوب په دې پیغام کې د طالبانو ټولو غړو ته ویلي دي چې د طالبانو د مشر د بخښنې فرمان عمومي دی او د هغه په وینا "هیڅوک حق نلري چې دا ژمنه تر پښو لاندې کړي او ددې فرمان خلاف شخصي انتقام واخلي."

اما د افغان هوایي پوځ د عملیاتي او استخباراتي مرکز غړي ادعا کوي چې د طالبانو «عفوه» یوازې په پاڼې باندې لیکل شوې او هغوی په خپلو ژمنو ولاړ ندي.​

له افغانستان څخه د هوایي افسرانو د وتلو تاثیرات

په افغانستان کې واک ته د طالبانو په رسیدو سره ګڼ شمیر افغان پوځیان له هیواده وتلي دي، یو شمیر دغو افسرانو په افغانستان سربیره، د امریکا په ګډون د نړۍ په یو شمیر مهمو هیوادونو کې لوړې زده کړې کړي دي.

د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان وایي د طالبانو اوسنی حکومت باید د افغانستان دغه کادرونه له ځان سره وساتي ځکه حکومت مسلکي کسانو ته ضرورت لري.

د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد صادق شینواري امریکا غږ ته وویل‌: "طالبان باید د افغانستان د هوایي پوځ له غړو څخه استفاده وکړي‌ او پر هغوی اعتماد وکړي. ځکه هغوی د هر نظام لپاره آماده دي، هغوی د یو نظام لپاره چې چا پورې تړلی وي تربیه شوي ندي. هغوی (افغان پوځیان) د افغانستان اصیل بچیان دي."

جنرال شینواري زیاته کړه چې د افغانستان د پخواني حکومت پوځیانو په تیرو شلو کلونو کې د بهرنیو هیوادونو کې عالي زده کړي کړي‌ او له عصري‌ ټکنالوژۍ سره بلد دي.

له نړۍ څخه د پوځ د پخوانیو غړو غوښتنې

د افغانستان د هوایي پوځ دغه پخواني غړي وایي په افغانستان کې ښه شرایط نلري او له امریکایي همکارانو، د بشري حقونو له سازمان او ملګرو ملتونو څخه غواړي‌ چې له افغانستان څخه د هغوی په ایستلو کې مرسته وکړي.

یاد پوځیان وایي له دې چې د دوی مشاروین امریکایان وو او د امریکا له خوا یې ملاتړ کیده نو باید متحده ایالات د هغوی په انتقال کې مرسته وکړي.

دغه پوځیان زیاتوي که په دې برخه کې اقدام ونشي، هغوی او کورنۍ یې د طالبانو د مرګ له ګواښ سره مخ کیدای شي.

دا افغان پوځیان داسې مهال د خپل ژوند او امنیت په اړه اندېښنه ښيي‌ چې له څه باندې دوو میاشتو راهېسې افغانستان کوم منظم او روزل شوي پوځ او امنیتي ځواکونه نلري.

د طالبانو د پخواني‌ مشر ملا عمر زوی ملا محمد یعقوب د طالبانو د حکومت ددفاع سرپرست او د سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست دی.

دا دواړه د طالبانو جنګي مشران دي او کومې رسمي پوځې زده کړې نلري.

XS
SM
MD
LG