د لاس رسي وړ اتصالات

د ورښتونو موسم کې زموږ مسولیت څه دی؟


له څنګه چې نړۍ کې اقلیمي ستونزې په ځانګړې توګه د خوږو اوبو لږوالي سره مخامخ ده، افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په منځ مهاله راتلونکي کې به د اوبو د کمښت ستونزې سره مخ شي.

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې او د دغه هېواد د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له خلکو غوښتي چې د ورښتونو د موسو په پیلېدو د اوبو په زېرمه کولو کې خپل مسولیت ادا کړي.

د اوبو د تنظیم د چارو ملي ادارې نن شنبه (لیندۍ۱، نومبر۲۱) په یوې خپرې شوې اعلامیې کې ویلي دي چې خلک باید د باران او واروې اوبه په مناسب ځای کې ځای پر ځای کړي.

اعلامیه وايي: "له درنو هېوادوالو غوښتنه کوو چې د باران اوبه او واورې په داسې ځای باندې راټول کړل شي چې ځمکه یې جذب کړي."

د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس دغه کار کولی شي د ځمکې لاندې زېرمو ته ګټه وروسوي.

د اوبو د تنظیم د چارو ملي ادارې ویلي چې په تېرو دوه لسیزو کې د کابل اقلیم بدل شوی او د ځمکې لاندې د اوبو د سرچینې کچه ټیټه شوې ده.

له بلې خوا د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت هم پر همدې موضوع ټینګار کوي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د وچکالیو د ګواښونو کچه یوازې د خلکو ګډ زیار را کمولی شي.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: "که واوره یا باران وریږي بڼوال او بزګران دې د امکان تر حد اوبه نه ضایع کوي دوی دې واروه یا د باران اوبه په زراعتي ځمکې کې ذخیره کړي تر څو د ضایع کېدو مخه یې ونیول شي."

ښاغلي رستمي دغه کار د اقلیم او کرنې لپاره خورا اړین وباله.

افغانستان وچې کې راګیر هېواد دی چې سمندر ته لاره نه لري.

د دغه هېواد یو شمېر وګړي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي چې ځینې کلونه د وچکالۍ له امله دغه سکټورونه هم لوی زیانونه کوي.

XS
SM
MD
LG