د لاس رسي وړ اتصالات

انګلستان کوارټر فاینل کې د فرانسې سره مخ کیږي


په قطر کې د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې د انګلستان لوبډلې یکشنبه ډسمبر ۴ (لیندۍ ۱۳) سنیګال ته ۳-۰ ماتې ورکړه او پدې سره یې د روانو سیالیو کوارټر فاینل ته لار پیدا کړله.

په کوارټر فاینل کې به ۸ لوبډلې برخه ولري او ټاکل شوې چې د انګلستان لوبډله به ددې پړاو په سیالیو کې د فرانسې سره مخ شي.

د انګلستان – سنیګال د لوبې پیل څخه داسې وړاند وینه کیده چې لوبه انګلستان ګټي.

د انګلستان لپاره جورډن هنډرسن، هري کین او بوکایو ساکا د لوبې په ۳۸مې، ۴۸مې او ۵۷ مې دقیقې کې ګولونه ووهل.

د انګلستان لوبډلې تر اوسه په روانو سیالیو کې ۱۲ ګولونه وهلي چې د ۲۰۱۸ نړیوال جام په سیالیو کې یې هم همدومره ګولونه وهلي و. دا سیالۍ په روسیه کې شوې وې او انګلستان نیمه پای لوبې ته وتلی و.

انګلستان او فرانسه به په کوارټر فاینل کې د روانې ډسمبر د میاشتې په ۱۰ مې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG