د انسان د ماغزو برقي هڅونکي د مسنو کسانو د حافظې د ښه کیدو سبب کیږي او د یوې نوې څیړنې په بنسټ دا کار د مسنو کسانو حافظه د ٢٠ یا ٣٠ ځوانانو د حافظې په څېر فعاله کوي.
ددې څیړنې موندنې چې د "طبیعت د عصبي علومو په ژورنال" کې خپرې شوې ښیي چې په یو خاص نظم سره د ماغزو د دوو برخو هڅول او تنبیه کول کولای شي چې تر ډېره حده د حافظې د کمزورتیا، چې د عمر په زیاتوالي پورې اړه لري، مخه ونیسي.
پوهانو ویلي دي چې ددې څیړنې موندنې ابتدایي دي او یواځې په روغو داوطلبو کسانو باندې تجربه شوې ده. خو دا کار نورو نویو لارو چارو ته لاره پرانستلی شي چې د پیژندگلوۍ په ستونزو اخته کسانو لکه د عقل زوال او الزایمر باندې اخته ناروغانو د بدن د دفاع د فعالیت د ښه کیدو لپاره هم ترې کار واخیستل شي.
پوهان د مختلفو لارو چارو لکه د EEG یا د ماغزو د برقي گراف په شان عملیې نه په استفادې چې د ماغزو فعالیتونه ثبتوي د یو شمیر ځوانو کسانو چې عمرونه یې د ٢٠ نه تر ٢٩ کالو ترمنځ وو او هدمداشان د یوې ډلې پوخ عمره کسانو چې عمرونه یې د ٦٠ او ٧٦ کالو ترمنځ وو د هغوی د ماغزو انساج تحریک کړل چې د هغوی د فعالې حافظې فعالیت وارزوي.
کاري یا فعاله حافظه د ماغزو هغه فعالیت ته ویل کیږي چې په موقته توگه معلومات ثبتوي چې له هغې نه د بېړنیو وظیفو د ترسره کولو لپاره لکه استدلال او تصمیم نیولو لپاره استفاده وکړي.
پوهان پوه شول چې د ماغزو له هڅونکو پرته د پوخ عمره کسانو کاري حافظه د ځوانانو په پرتله ورو او ناسمه ده.
خو په برقي هڅونکو وسایلو باندې د هغوی د ماغزو له تحریکولو وروسته د پوخ عمره کسانو حافظه د ځوانانو په اندازه ښه شوې وه او دا تنبیه کوونکي وسایل له تحریکولو وروسته تر ٥٠ دقیقو پورې د هغوی په ماغزو کې موجود وو.
ددې څیړنې موندنې د اعصابو او ماغزو د متخصصینو لپاره ښه او له هیجانه ډک خبر دی، خو د درملنې او کلنیکي مقصدونو لپاره ددې لارې چارې عملي کول اوږده لار په مخ کې لري او زیاتو څیړنو ته اړتیا ده.