د لاس رسي وړ اتصالات

مصري څیړونکي د فرعون د مومیایي په عجیبو رازونو پوه شوي


مصري لرغون پیژندونکو د لومړي ځل لپاره د مشهور فرعون لومړي آمنهوتپ، مومیایي په ډیجیټلي توګه پرانست چې د هغه په رمزونو او رازونو پوه شي.

څیړونکو د سه بعدي تصویري تکنالوژۍ څخه په استفادې پرته له دې چې ددې مومیایي تابوت سر پرانزي څیړنې کړې دي.

لومړی آمنهوتپ، د مسیحي میلاد څخه څه دپاسه ۱۵۰۰ کاله پخوا واکمني درلودله او د هغه مومیایي په ۱۸۸۱ کال کې کشف شو.

د مصر د لرغون پیژندنې وزارت د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۲۸ (مرغومي ۷) د یو بیان په خپرولو سره وویل چې د قاهرې د پوهنتون د وړانګو د پیژندنې استاد سحر سلیم او مشهور مصر پیژندونکي او ددې هیواد د لرغون پیژندنې پخواني وزیر زاهي حواس، ددغې څیړنې مشري کوي.

پدې بیان کې راغلي: "سلیم او حواس د لومړي آمنهوتپ د مومیایي د ډیجیټلي پرانستلو لپاره د ایکسرې د سي ټي سکن د پرمختللې تکنالوژۍ او د پرمختللو کمپیوتري پروګرامونو څخه استفاده کړې ده، پرته له دې چې مومیایي لمس کړي."

د مصر د لرغونو اثارو وزارت ویلي چې دغه څیړنې "د لومړي ځل لپاره د لومړي آمنهوتپ، څیره، عمر روغتیایي وضعیت او د مومیایي کولو د بڼې، پیکر او تدفین په اوه رازونه" په ډاګه کړي دي.

د مصري څیړونکو پلټنو ښودلي چې لومړی آمنهوتپ لومړنی فرغون دی چې د صلیب په توګه په تړلو مټو مومیایي شوی دی او وروستی جسد دی چې د سر له مغزو سره مومیایي شوی دی.

مصري لرغون پیژندونکو د سي ټي سکن د انصورونو له ارزونې وروسته ویلي چې لومړی آمنهوتپ چې ۲۱ کاله یې پر مصر حکومت کړی په ۳۵ کلنۍ او ظاهراً د کوم ټپ او یا ناروغۍ په وجه مړ شوی دی.

د لومړي آمنهوتپ، مومیایي د لرغوني مصر یواځنۍ مومیایي ده چې لرغون پیژوندونکو هغه مزي ندي خلاص کړي چې دغه مومیایي په کې پیچل شوی دی تر څو نقاب او ګل تاج چې د ویښتو په توګه دغه مومیایي په کې پیچل شوی په اصلي بڼه وساتل شي.

XS
SM
MD
LG