د لاس رسي وړ اتصالات

مصنوعي لاس ته د واقعي حس ورکولو لپاره د یو افغان ساینس پوه هڅه


ډاکټر سلیمان شکور
ډاکټر سلیمان شکور

د هغو کسانو لپاره چې د بدن کوم غړی یې پرې شوې وي، د ساړه او تودوخې د واقعي حس بیرته ترلاسه کول لکه څنګه چې د بدن په نور روغو غړو کې یې حس کوي، یو ډیر هیله بښوونکې خبر دی.

د معلولو کسانو مصنوعي غړو ته د لمس د واقعي حس ورکول هغه څه دي چې د سویس د لوزان ټکنالوژۍ په څیړنېز انسټیټیوټ کې ‌ډاکتر سلیمان شکور او ورسره ټیم یې له اوږدې مودې راهیسې ترسره کوي.‌

ډاکټر شکور چې د یاد څیړنیز انسټیټیوټ د عصبي ريښو د رغونې (انجنیرۍ) د څانګې مشر ساینس پوه دی، د امریکا غږ فارسي سرویس سره په مرکې وویل چې، پر ګوتو او په بدن کې د غوڅ شوي مټ پر پاتې برخه د حرارتي الکټروډونو په ایښودلو سره، معلول کس د تودوخې یا یخنۍ حس بیرته ترلاسه کولای شي.

همدا راز هغه حسګرونه چې ځای پر ځای کول یې جراحۍ ته اړتیا نلري، له معلولو کسانو سره مرسته کوي چې د نور شیانو تودوخه حس کړي، چې د ډاکټر شکور په وینا دا د یادې ټکنالوژۍ یو مهم ټولنیز اړخ دی.

ډاکټر شکور چې د دې څېړنې پایلې یې په "ساینس" مجلې کې خپرې کړې، وايي: "هغه څه چې خلک یې په مصنوعي لاس کې احساسوي، هغه څه ته ورته دي چې په خپل روغ لاس کې یې احساسولای شي."

ددغه څیړنې لپاره، ډاکټر شکور او ټیم یې د "میني ټچ" په نوم یوه وسیله چې په خاصه توګه د مصنوعي غړو لپاره ډیزاین شوې ده او د حرارت حس معلول ته لیږدوي، جوړه کړې ده.‌

دغه وسیله "میني ټچ" له یوه نازک حسګر څخه جوړه شوې ده چې د مصنوعي لاس په ګوتو کې ځای پرځای کیږي.

دغه حسګر، د لمس شوي جسم تودوخه تشخصیوي. که چیرې اوسپنیز جسم لمس کړي، نو دا طبیعي خبره ده چې د پلاسټکي توکو په پرتله به یې حرارات لوړ یا کښته وي.‌

همدا راز هغه حسګر چې د معلول کس د بدن د پرې شوې برخې له پوستکې سره نښلول شوی دی، تود یا سوړ کیږي او کټ کټ د هغه شي مشخصات بدن لیږدوي چې مصنوعي ګوتو لمس کړې وي.

نږدې ۲۷ تنه معلولینو چې د ډاکټر شکور او د هغه د ټیم په ازموینه کې برخه اخیستې وه ، ۱۷ تنو یې دغه ازموینه کامیابه بللې ده.

همداشان دغو کسانو وویل چې دوی توانیدلي د مصنوعي لاس پر مټ د پلاسټيک، هیندارې او مسو ترمنځ توپیر وکړي.

ډاکټر سلیمان شکور چې په خټه افغان او په ماشومتوب کې له کابله کډوال شوې دی،‌ په سویس، ایټالیا او امریکا کې یې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړی وايي چې په افغانستان کې انجینران دومره امکانات نه لري چې دا راز ټکنالوژۍ اختراع کړي.

هغه زیاته کړه: "موږ هیله لرو چې دا ټکنالوژي ټولو هغو خلکو ته چې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې ورته اړتیا لري، په اسانه، ساده او ارزانه توګه وړاندې کړو."

ډاکټر شکور وايي، دوی په‌ پام کې لري چې دا ټکنالوژي په پراخه کچه وازمايي او بیا ورته د نړیوال جواز غوښتنه وکړي.

XS
SM
MD
LG