د لاس رسي وړ اتصالات

'د میدان وردګ بهسود کې ۹ غیر مسؤل وسله وال وژل شوي'


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د امنیتي سرتیرو او غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې ۹ غیر مسؤل وسله وال وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د میدان وردګ ولایت امنیه قوماندانۍ چارواکو د (حصه اول او حصه دوم) سیمې لپاره نوي قوماندان معرفي کول چې د علي پور په نوم د غیر مسؤله وسله والو له غبرګون سره مخ شول.

یاد وزارت ویلي چې تیره ورځ د علي پور ګڼ شمېر غیر مسؤل وسله وال د بهسود ولسوالۍ ودانۍ مخته راټول شوي و او په وینا یې پر امنیتي سرتیرو او خلکو یې ډزې کولې.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د لاریون په نوم دغه تاوتریخوالي کې د سیمې له یو شمېر خلکو څخه هم استفاده شوې وه.

تیره شپه جنورۍ ۲۹(سلواغې لسمه) د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې په دغه پېښه ۹ غیر مسؤله وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي او همدارنګه یو شمېر امنیتي سرتیري او پنځه تنه د سیمې اوسېدونکي ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې پولیسو د پېښې په تړاو ۶۸ تنه نیولي او په وینا یې د پېښې د څېړلو لپاره سیمې ته یو پلاوی رسېدلی دی.

که څه هم د علي پور اړوند کسانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سرور دانش ویلي چې د څېړنو لپاره سیمې ته یو پلاوی استول شوی دی.

XS
SM
MD
LG