د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې د واده مراسمو کې نښتې څلور تنه وژلي ـ چارواکي


په کاپیسا او پروان ولایتونو کې د غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښتو کې اته تنه وژل شوي دي.

د کاپیسا پولیس چارواکي وايي، د پنجشنبې په شپه د مرکز محمود راقي اړوند «هروکي» سیمه کې د غیر مسؤله وسله والو ترمنځ نښته کې څلور تنه وژل شوي دي.

د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نن جمعه د «زمري پر۱۸مه» وویل، چې دغه نښته د واده مراسمو پرمهال رامنځته شوې چې ټول قربانیان یې غیر مسؤل وسله وال دي.

د نوموړي په خبره په دغه نښته کې ملکي خلکو ته زیان دی رسېدلی او زیاتوي چې چې پولیسو یې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړي دي.

پر همدې مهال د پروان امنیتي چارواکي هم په دغه ولایت کې د څلورو تنو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د پروان ولایت د جبل السراج ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ ویاندن نصیر کاپیساوال نن جمعه د «زمري میاشتې پر۱۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ د کلوپ سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه چې تر دا مهاله د پېښې انګېزه معلومه نه ده او وايي، چې ټول قربانیان یې د سید خیل ولسوالۍ اوسېدونکي دي، چې په اړه یې څېړنې پيل شوي دي.

پر همدې مهال د پروان ولایت د سل بستریز روغتون مسؤلین هم وايي، چې د پېښې له ځایه پنځه جسدونه دغه دوی ته انتقال شوي چې ټول په مرمیو ویشتل شوي دي.

XS
SM
MD
LG