د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د نفوذي کسانو په برید کې د سیمه ییزې اردو ۲۵ سرتېري وژل شوي دي.
د قره باغ ولسوال غلام حبیب زیرک د شنبې په ورځ د ډسمبر ۱۴مه «لېندۍ۲۳مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه پېښه تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ د «نوده» سیمې د سیمه ییزې اردو په قرارګاه کې شوې ده.
هغه وویل، چې دغه برید د طالبانو د اوو تنو نفوذي کسانو لخوا شوی، چې په دغه قرارګاه کې د سیمه ییزې اردو په لیکو کې یې دنده تر سره کوله.
د قره باغ ولسوال وویل، چې بریدګرو د سیمه ییزې اردو ټول پوځي تجهیزیات هم له ځان سره وړي دي.
په دغه پېښه کې د دوو نورو سرتېرو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.
د غزني امنیه قوماندان محمد خالد وردګ هم له امریکا غږ سره مرکه کې پېښه تائید کړه، خو زیاته کړه، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.
بلخوا د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي، چې په دغه برید کې د سیمه ییزو اردو ۹ سرتېري وژل شوي دي.
د دغه برید مسؤلیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.
دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې تېره اونۍ هم په یاده سیمه کې د ملي اردو شپږ سرتېري د طالبانو په کمین کې وژل شوي و.
تېره ورځ د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې لس ملکي وګړي هم ووژل شول.