د هالنډ او جرمني حکومتونو ویلي دي چې په افغانستان کې د وضعیت خرابیدو ته په کتنې د هغو افغانانو د ایستلو بهیر ځنډوي چې پدغو هیوادونو کې یې پناه غوښتنه رد شوې ده.
د دغو دوو هیوادونو تصمیم د اروپایي ټولنې د شپږو غړو هیوادونو د تصمیم سره په ټکر کې دی. د هالنډ او جرمني په کډون د اروپایي ټولنې شپږو هیوادونو تیره اونۍ د اروپایي ټولنې کمیسیون ته د یو لیک په استولو ټینګار کړی و چې د هغو افغانانو د بیرته استولو بهیر باید ونه درول شي چې پناه غوښتنې یې رد شوي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند ستیف التر، په ټویټر لیکلي چې په افغانستان کې "روان امنیتي وضعیت ته په کتلو" ددې هیواد څخه د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو د ځنډولو تصمیم نیول شوی دی.
د هالنډ د عدلیې وزارت مرستیالې انکه بروکرس کنول، د هیواد پارلمان ته په یو استولي لیک کې ویلي چې د پناه غوښتونکو د ایستلو د ځنډولو تصمیم په افغانستان کې د "په بیړه د وضعیت د خرابیدو" په وجه نیول شوی دی.
میرمن بروکرس کنول لیکلي: "[افغانستان کې] وضعیت په راتلونکو ورځو کې ناڅرګند دی، پدې خاطر تصمیم مې نیولی چې [د نه منل شویو افغان پناه غوښتونکو] د اجباري ایستلو بهیر ودروم."
د هالنډ د عدلیې وزارت یو ویاند د رویترز اژانس ته ویلي چې د تیرې اونۍ لیک د حکومت د هغه مهال نظر و او په تیرو شپږو میاشتو کې یې په زور افغانان بیرته ندي استولي او داسې کوم پلان هم نلري.
د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر له پیل کیدو وروسته طالبانو په ټول افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او داسې رپوټونه شته چې طالبانو په هغه ساحو کې چې تازه یې نیولي د خلکو په وژنه او د سخت دریځو اسلامي قوانینو په پلي کولو لاس پورې کړی.
د اروپایي ټولنې زیات غړي هیوادونه اندیښنه لري چې په افغانستان کې حالات اروپا ته د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو د مهاجرو د سیلاب د ورتګ بهیر بیا تکرار نکړي، کوم چې څه دپاسه یو میلیون کسان د منځني ختیځ په ځانګړې توګه د افغانستان او سوریې څخه اروپا ته ورسیدل او د مهاجرت کړکیچ یې رامنځ ته کړ. دغه کار په دغو هیوادونو کې یې د ښي اړخو سخت دریځو سیاسي ډلو څخه د خلکو پلوي زیاته کړه.