د لاس رسي وړ اتصالات

دوبۍ د الکولي مشروباتو د خرڅلاو جواز وړیا کړ  


د دوبۍ یوه میخانه
د دوبۍ یوه میخانه

دوبۍ د یکشنبې په ورځ جنورۍ لومړۍ نیټه (مرغومي ۱۱) پر الکړلي مشروباتو باندې خپل ۳۰ فیصده مالیه پای ته ورسوله او د الکولي مشروباتو د خرڅلاو جواز یې وړیا کړ.

دغه اقدام د دوبۍ د واکمنې کورنۍ د عاید یوه اوږدمهاله منبع ختموي؛ هغه اقدام چې په ظاهره د ګرځندوی د صنعت د پراخیدو او هڅونې لپاره شوی دی.

دا ناڅاپي خبرتیا د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه د دوبۍ د دولت اړوند د الکولي مشروباتو د خرڅلاو د دوو شرکتونو له خوا خپره شوه. د الکولي مشروباتو د توزیع کولو دغه دوه شرکتونه (Maritime and Mercantile International) د اماراتو د الکولي مشروباتو د توزیع کولو د لوی ګروپ له ډلې څخه دي.


خو حکومتي مقاماتو دغه تصمیم ندی تائید کړی او پدې هکله یې د اسوشیتدپرس اژانس پوښتنو ته ځواب ندی ورکړی.


دمخه تر دې د روژې په میاشت کې د ورځې له خوا د الکولي مشروباتو په خرڅلاو باندې بندیز لرې شوی و او د کروناویروس د قرنطین پر وخت د مشتریانو کورونو ته د الکولي مشروباتو وړلو ته اجازه ورکړل شوی وه.


د قطر د ۲۰۲ د فوټبال د نړیوال جام په ترڅ کې چې د ۲۰۲ کال په پای کې ترسره شو د دوبۍ میخانو د فوټبال زیات شمیر مینه وال ورجذب کړل.


خو بیا هم په یوه میخانه کې د یو ګیلاس الکولي بیر بیه د لسو امریکایي ډالرو پورته وه او د نورو الکولي مشروباتو بیې هم لوړې دې.


تر اوسه نده څرګنده شوی چې پر جواز باندې د مالیاتو دغه ۳۰ فیصده لغوه کیدل او وړیا جواز ترلاسه کول به د الکولو بیه راټیټه کړي او که نه، او یا یواځې د هغو خلکو لپاره به یې بیه راکمه شي چې د پرچون پلورونکو څخه یې ترلاسه کوي.


د دوبۍ د قانون له مخې غیر مسلمانان چې الکول اخلي باید لږ تر لږه ۲۱ اوسي. هغوی چې الکول څښي باید هغه جواز چې د دوبۍ پولیس یې ورکوي ترلاسه کړي او که نه کیدای شي چې هغوی جریمه او یا ونیول شي. خو بیا هم اکثر میخانې او شپني کلبونه ډیر کم لیدل شوي چې د خپلو مشتریانو څخه د الکولو د څښلو د اجازې کارت وغواړي.


خو د دوبۍ برخلاف چې تر ډیره لیبرال ګڼل کیږي، د اماراتو په نورو برخو کې لکه شارجه چې د دوبۍ سره په پلوله پرته ده، د الکولي مشروباتو خرڅلاو غیر قانوني دی. همداشان د سیمې په یو شمیر نورو هیوادونو لکه ایران، کویټ او سعودي عربستان کې هم د الکولو خرڅلاو غیر قانوني دی.

XS
SM
MD
LG