د ننګرهار پولیس وايي، چې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د بېپیلوټه طیارې په بمبارۍ کې ملکي افغانان وژل شوي دي.
د دغه ولایت د پولیسو ویاند مبارز اتل امریکا غږ - آشنا ته وویل، چې د خوږیاڼو په بمبارۍ کې اتلس ملکیان وژل شوي او شپږ زخمیان دي.
د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپي امریکا غږ ته وویل چې تېره شپه د وزیرو تنګي سیمه کې بې پیلوټه طیارې هغه ولسي خلک بمبار کړي چې ځنګل ته د جلغوزو ټولولو پسې تلل.
د ننګرهار ولایتي شورا وکیل اجمل عمر وايي په دغه پېښه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله ډېره ده.
نوموړی وايي څه مړي راویستل شوي او څه لا هم هلته پاتې دي.
د ننګرهار د والي ویاندعطا الله خوږیاڼی وايي بمبار شوی او مرګ ژوبله هم لري خو وايي مالومه نه ده چې وژل شوي کسان څوک دي.