Print
امریکایي څیړونکي وایي په څیړنه کې شامل کسان چې سوړ چای یا گرم شیده یې څښل د هغو کسانو په مقایسه چې قهوه څښي ٧۴ فیصده لږ د تدریجي ړندیدو سره مخامخ شوي دي.
د لاس انجلس د پوهنتون استاد ډاکتر ان کولمن د رویترز اژانس ته وویل "گلوکوما کیدای شي د ړندیدو سبب شي او دا چې درملنه یې نه کیږي ښه به وي چې د هغه مخنیوی وکړو."
د روغتیا نړیوال سازمان گلوکوما په ټوله نړۍ کې د ړندیدو دوهم ستر عامل گڼلی او اټکل کوي شاوخوا ٥٨ میلیونه کسان پرې اخته دي.
د گلوکوما ناروغۍ څیړنیز بنسټ وایي د هغو ناروغانو په منځ کې څه دپاسه درې میلیونه امریکایان شامل دي چې نیمایي یې له خپلې ناروغۍ نه بې خبره دي.
ډاکتر کولمن او همکارانو یې په دې تازه څیړنه کې لیکلي دي چې د پخوا برخلاف د تدریجي ړندیدو د خطر د زیاتوالي اړیکه د قهوې یا کافین لرونکي څښاک د استعمال سره ردوي. د څیړنې شاوخوا نیمایي گډون کوونکو ویلي دي چې اکثریت یې قهوه څښي، خو له لسو فیصدو څخه کم شمیر یې ویلي چې هره ورځ یې تود چای څښلي دي. ددې څیړنې موندنې ښیي چې د قهوی، سوړ چای، له کافین پرته چای او یا د غیر الکلي څښاک د گلوکوما ناروغۍ سره هیڅ اړیکه نه لري.
د ٢٠٠٥ نه تر ٢٠٠٦ پورې په څیړنه کې شامل ۱۷۰۰ گډون کوونکي چې عمر یې له ۴٠ کالو اوچت و، ازموینو وروسته د سترگو په هیڅ ډول ناروغۍ باندې اخته نه وو. یواځې پنځه فیصده یې چې ٨٢ تنه کیدل د گلوکوما ناروغي درلوده.
ډاکتر کولمن وایي خلک په گلوکوما باندې د اخته نه د ډار په خاطر باید د چای له څښلو نه لاس وانخلي، بلکه چای څښلو ته دې دوام ورکړي.
له بلې خوا د اسرائیل د تل ابیب د پوهنتون استاد آیدان هچ، وایي د ویټامین سي، ویټامین اِی او زینک نه استفاده کول کولای شي د سترگو د دید قوت بهتر کړي. نورې څیړنې ښیي چې په چای کې د انتي اوکسیدانتونو شتون کولای شي ویټامینونو ته ورته تاېیرونه ایجاد کړي.
آیدان هچ، ټینگار کوي چې ورزش، د صحي غذایي موادو خوړل او د روغتیایي وضعیت د ښه کیدو لپاره هڅه کول د ژوند گټورې لارې چارې دي.
د شیکاگو د الینویس د پوهنتون استاد ډاکتر احمد عارف د ژوند د چاپیریال فکتورونه د گلوکوما د احتمالي خطرونو په رامنځ ته کیدو کې موثر گڼي.
ښاغلی عارف وایي چې نفوس په ډیریدو سره "نورو فکتورونو ته زیاته اړتیا لرو چې وکړای شي له مونږ سره په ځانگړې توگه د صحت په ښه کیدو او په جسماني فعالیتونو کې مرسته وکړي" او هغه ټینگار کوي چې په عمومي توگه د گلوکوما یا تدریجي ړندیدو د ناروغۍ د درملنۍ لپاره ټول طبي او غیر طبي اقدامات د اهمیت وړ دي.
ډاکتر عارف وایي " گلوکوما یو سخته ناروغي ده چې علاج نه لري، ځکه کله چې یو ځل بینایي له لاسه ورکړو د هغې د بریته راژوندي کیدو لپاره لاره چاره له مونږ سره نشته. نو هغه څه چې کولای شو هغه وقایه او مخنیوی دی."