د لاس رسي وړ اتصالات

د S ریاست - د طالبانو وروسته افغانستان د رازونو کتاب


A fisherman throws his net beside the half-submerged M/V Palawan Pearl after it collided with a Cyprus-flagged BKM 104 dredger in Manila bay, Philippines.
A fisherman throws his net beside the half-submerged M/V Palawan Pearl after it collided with a Cyprus-flagged BKM 104 dredger in Manila bay, Philippines.

د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر پر نهمه پر احمد شاه مسعود له مرګوني برید څو ساعته وروسته، امرالله صالح له تاجکستان نه ریچارد بلیي ته په تلیفون کې وویل:‌ مسعود وژل شوی خو موږ ستاسو مرستو ته له پخوا ډیر اړتیا لرو. بلیي په سي آې اې کې د صالح ارتباطي کس و.

امریکايي لیکوال ستیف کول پخپل نوی کتاب (S ریاست) کې د افغانستان د تیرو ۱۶ کلونو د مهمو پيښو نه د سي آې اې د پټو رازونو غورچاڼ لیکلی دی.‌

سي آې اې ته د صالح له ټیلیفون دوه ورځې وروسته پر امریکا ترهګریز بریدونه وشول او ریچارد بليي صالح ته وویل «اوس دغه کار ستاسو له کچې ډیر لوړ شوی. له خپلو مشرانو سره مشورې وکړئ ځکه موږ په داسې کچې او انډول کې در روان یو چې تاسو یې تصور هم نشې کولائ.»

د صالح او د امریکا د استخباراتي سازمان تر منځ اړیکې ۱۹۹۹ کال نه راپیل شوې کله چې مسعود هغه او د خپل اعتماد اته نور کسان د استخباراتي زده کړو لپاره د سي آې اې مرکز ته ولیږل.

د لیکوال په حواله، احمدشاه مسعود په لندن کې په بانکونو کې شاوخوا ۶۰ میلیون ډالر لرل او له سي آې اې نه یې غیرجنګي تجهیزات اخیستل، خو اصلي ملاتړي یې ایرانیان، هندوان او روسان وو. قوماندان مسعود دغه راز د قیمتي ډبرو د خرڅلاو له لارې د خپلې ټلوالې مالي لګښتونه برابرول. انجینیر عارف، د مسعود د استخباراتو مشر، به قمیتي ډبرې په اروپا او امریکا کې خرڅولې او کله به په ډیرو قمیتي هوټلونو کې هم شپې تیرولې.

کرزي لمړی له طالبانو سره ۵۰ زره ډالر مرسته کړې وه،‌ خو بیا یې په وړاندې ودرید
کرزي لمړی له طالبانو سره ۵۰ زره ډالر مرسته کړې وه،‌ خو بیا یې په وړاندې ودرید

​پر افغانستان د امریکا د پوځي یرغل سره سم، سي آې اې د ډالرو په مرسته د طالبانو د ضد ټلوالې مشران د ځان متحدین کړل. پدې لړ کې، لمړی ګري شروین، د سي آې اې یو کارکوونکی، پنجشیر ته له لس میلیون ډالرو سره ورغی. شروین یو ځلي له عبدالرب رسول سیاف سره هم ولیدل او هغه ته یې یو لک ډالر ورکړل.

کندهار ته بیا حامد کرزی او ګل آغا شیرزی د سي آې اې په مرسته او همغږی راغلل، خو کله چې پر کرزي ګواښونه جدي شول نو سي آې اې په یوې الوتکې کې پاکستان ته یووړ. کرزي د سند ایالت د جیکب آباد له اډې نه له رسنیو سره په سټلایټ ټلیفون خبرې کولې او ویل یې چې دننه په افغانستان کې دی،‌ خو د امریکا د دفاع وزیر یې اصلي موقعیت په تیروتنې رسوا کړ. کرزی دوهم ځل هم د سي آې اې په مرسته افغانستان ته راننوت او دا ځلې ارزګان ته ولاړ.

لیکوال له طالبانو نه د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پراخ ملاتړ حال هم ورکوي‌. د پاکستان د استخباراتو په سازمان آی اس آی کې د S ریاست پټ ارګان و چې د افغان طالبانو او د کشمیري جنګیالیو د ملاتړ چارې یې ترسره کولې. د آی اس آی او طالبانو تر منځ اړیکې دومره ژورې وې چې د ځینو امریکايي چارواکو په اند، پاکستاني جنرالان پخپله د افراطي اسلام په لومو کې ډوب شوي وو او له طالبانو سره یې اصلاً توپیر نه کېده.

د طالبانو رژیم د ړنګېدلو په مهال د اکټوبر پراوومه شپه امریکايي بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په کندهار کې د ملاعمر له کور نه یوه ډله خلک د وتلو په حال کې وښودل. ګومان کیږي چې پدغه ډله کې پخپله ملاعمر هم و. دوی لمړی د ملاعمر د مور کور ته ولاړل او بیا يوې مدرسې ته ننوتل. کله چې د ډرون یو راکټ د مدرسې بهر ولګېد نو خلک راووتل او په تیښته کې یوې بلې سیمې ته ولاړل او یوه جومات ته ننوتل. ډرون پر جومات هم برید وکړ خو ملاعمر ترې ژوند ووت او بیا یې هیڅکله څرک ونه لګید. د لیکوال په حواله، ملاعمر په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

له تري تم کیدلو وړاندې،‌ ملاعمر و حامد کرزي ته لیک استولی و او د تسلیم کیدلو خبره یې کړې وه.‌ نورو طالب مشرانو هم د تسلیمۍ وړاندیز کړی و،‌ خو د ستیف کول په لیکنه چې هغه مهال واشنګټن یوازې یوه تګلاره لرله او هغه جګړه وه.‌ په ورپسې کلونو کې طیب آغا د سعودي عربستان د استخباراتو په مرسته له امریکایانو سره د سولې د خبرو لړۍ بیا پیل کړه، خودغه بهیر هم په کابل او واشنګټن کې د ځینو کړیو لخوا شڼد شو.

د جنګ د دوام لاملونه

لیکوال په تیرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا تیروتنې او د پاکستان دوه ګونی سیاست د جګړې د دوام او پراختیا لاملونه ګڼي.

کتاب کې د عبدالولي په نامه د یوه عادي سړي کیسه شوې چې پرې د طالبانو د ملاتړ تور لګلیدلی و. د کنړ د وخت والي سید افضل اکبر او زوی یې حیدر اکبر، عبدالولي هڅوي چې د امریکایانو اډې ته ورشي او د خپلې بیګناهۍ بیان ورکړي، خو عبدالولي ویره څرګندوي چې امریکایان به یې شکنجه کړي. حیدراکبر ډاډ ورکوي چې داسې به ونشي او بیا پخپله له عبدالولي سره د امریکایانو اډې ته ورشي. د سي آې اې یو قراردادي پر عبدالولي شکمن شي او دومره یې شکنجه کړي‌ چې بلاخره مړ شي.

اوباما د افغانستان جګړه ګړندي کړه، خو د پاکستان د دوه ګوني سیاست مخه یې ونه نیوله
اوباما د افغانستان جګړه ګړندي کړه، خو د پاکستان د دوه ګوني سیاست مخه یې ونه نیوله

​د لیکوال په اند پداسې حال کې چې پاکستان طالب مشرانو ته پناه ورکوي او هره ورځ یې په افغانستان کې د جګړې لپاره سمبالوي، واشنګټن پر پاکستان ړوند اعتماد کوي او د سلګونو میلیون ډالرو مرستې ورسره کوي. پدې ډول په افغانستان کې د یوې بلې جګړې اور زور اخلي.

له سیاسي پلوه بیا د کرزي او واشنګټن تر منځ اړیکې په نه جوړیدونکي ډول ورانیږي، لامل یې په پوځي عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د استازي، ریچارد هولبروک، لاسوهنه ده.‌ هولبروک هڅه کړې وه چې کرزی په ټاکنو کې ناکامه کړي، خو داسې چې ونشي بیا جان کېري کرزي ته وړاندیز کوي‌ چې له ډاکټر عبدالله سره واک وویشي او د حکومت د اجرائیه مشر په توګه یې وګماري. کرزی یې نه مني.

د کتاب په پاې کې لیکوال د احمد شاه مسعود د یوازني زوی، احمد مسعود، سره خپلې خبرې یادوي. ۲۷ کلن مسعود چې په لندن کې زده کړې کړي، ستیف کول ته وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې چې طالبانو د کندز ښار ونیوه نو دوستانو او آن مور یې ورته ټیلیفون کاوه چې افغانستان ته ستون شي او د طالبانو ضد مقاومت ته ودریږي. ځوان مسعود ویلي چې له جګړې بیزاره دی خو نه پوهیږي چې که بیا ورباندې غږ وشي‌ چې مقاومت ته ورودانګي،‌ نو څه به وکړي.

د ستیف کول دغه کتاب د هغه د پخواني کتاب - د ارواو جګړه - په څیر له لنډو کیسو، رازونو او ناویل شوو خبرو یو په زړه پورې بیان دی. دغه کتاب د ۵۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ په لسو کلونو کې لیکل شوی دی.‌ کتاب په څه باندې ۷۰۰ مخونو کې چاپ شوی او تیره اونۍ بازار ته راووت.

XS
SM
MD
LG