د لاس رسي وړ اتصالات

پټریس: د دوحې د تړون پایلې 'زړه بوږنوونکې او ویجاړوونکې' وې


په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان ډیویډ پټریس
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخوانی قوماندان ډیویډ پټریس

د دوحې د تړون د لاسلیک کېدو د څلورو کلونو پوره کېدو سره په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو پخواني قوماندان ډیویډ پټریس ویلي، دا یو ناسم تړون وو چې پایلې یې "زړه بوږنوونکې او ویجاړوونکې" وې.

پټریس په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې ویلي چې طالبانو د دوحې د تړون خلاف القاعده ته ځای ورکړ او په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ په لوړه کچه کې دی.

د هغه په وینا، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته تر ټولو مهم افغانستان ته د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري ستنېدل وو.

د امریکا غږ سره په مرکه کې پټریس وویل: "د القاعده ډلې مشر د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه څو کوڅې لېرې د کابل ښار په مرکز کې وموندل شو. د دوحې په تړون کې ژمنه شوې وه چې القاعده ډلې ته به د افغانستان په خاوره کې ځای نه ورکوي، په حقیقت کې اوس هلته نورې ډلې هم شته لکه د اسلامي دولت خراسان ډله، چې تاسو پوهیږئ په افغانستان او پاکستان کې فعالیت لري او پټنځایونه یې جوړ کړي دي."

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو دا پخوانی قوماندان وايي، طالبانو د دوحې په تړون کې کړې ژمنې ټولې نه دي پر ځای کړي.

پټریس وویل: "یقیناً چې هغوی [طالبانو] دا ژمنې عملي کړې نه دي، که یې عملي کړې وای د القاعده ډلې مشر به د جمهوري ریاست ماڼۍ ته نږدې په پلازمینې کابل کې نه وو. طالبان تل له القاعده ډلې سره نږدې اړیکې لري."

ښاغلي پټریس زیاته کړه چې د دوحې تړون یو تر ټولو ناوړه ډپلوماټیک تړون دی چې تراوسه لاسلیک شوی دی، په وینا یې، "هغه څه چې دښمن غوښتل ورته یې ورکړل."

د ډیویډ پټریس سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG