د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبغاړې چې درې کاله وړاندې د طالبانو له بیاواکمن کېدو وروسته استرالیا ته تللي دي، د پنجشنبې په ورځ، جنوري ۳۰ (سلواغې ۱۱) په لومړي ځل د لوبې میدان ته ځي.
دا لوبغاړې تمه لري چې په میلبورن ښار کې دغه تمریني لوبه به په نړیوالو رسمي لوبو کې د دوی د ګډون په لور لومړی ګام وي.
د افغانستان د نارینه وو د کرکټ ملي لوبډله نړیوال شهرت لري او تېر کال د ۲۰ اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبو ته ورسېده. دغه لوبې د متحده ایالاتو او ویسټ انډیز په کوربه توب ترسره شوې.
خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې په هیواد کې د ښځو ورزش له منځه تللی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ په ۲۰۲۰ کال کې له شاوخوا ۲۵ ښځینه لوبغاړو سره قراردادونه لاسلیک کړي وو، خو زیاتره یې اوس په استرالیا کې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي او یو شمېر نورې یې په کاناډا او بریتانیا کې میشتې شوي دي.
په افغانستان کې د ښځو کرکټ ته وده ورکول د طالبانو له حاکمیت وړاندې هم اسان کار نه بلل کېده او د تمویل ستونزو، امنیتي اندیښنو او محافظه کارو ټولنیزو مفکورو یې د پرمختګ مخه نیولې وه.
خو د افغانستان د نارینه وو د کرکټ له نړیوالو پرمختګونو سره هم مهاله، په بیلا بیلو ولایتونو کې د نجونو ټیمونه او ټورنمنټونه هم راڅرګند شول.
د افغانستان کرکټ بورډ د هغو ښځینه لوبغاړو لپاره چې ورسره یې قراردادونه لاسلیک کړي وو، پلان جوړ کړ چې منځني ختیځ ته لومړنی بهرنی سفر وکړي.
د کابل د اوسیدونکې توبا سنګر، چې د ښځینه لوبډلې د جوړولو په برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ کارکوونکې وه، په یاد دي چې نجونو لوبغاړو به د ویاړ په ډول خپل بیټونه او وسایل خلکو ته ښودل. توبا د چهارشنبې په ورځ رویټرز ته وویل: "دا زموږ ټولو لپاره یوه د خوښۍ شیبه وه."
سنګر وویل: "په افغانستان کې د کرکټ لوبه اسانه نه وه، خو په رښتیا سره موږ ډېر هیله من وو چې وکولای شو په نړیواله کچه پرمختګ وکړو او په سیالیو کې برخه واخلو."
خو څو میاشتې وروسته، کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته، ډار شویو لوبغاړو خپل د کرکټ وسایل وغورځول. ځوانې لوبغاړې، فیروزې افغان هم خپل د کرکټ وسایل وسوځول او له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته وتښتېده او وایي دغه سخت سفر درې میاشتې وخت ونیو.
سنګر هم د افغانستان کرکټ بورډ د نورو ښځینه کارکوونکو په څېر په بیړه له افغانستان څخه وتلې ده. هغه د کویټ له لارې کاناډا ته تللې چې اوس په اونټاریو کې میشته ده او د یوې نادولتي موسسې سره د خیریه کارکوونکي په توګه دنده لري.
اسټرالیا له افغانستان څخه د ښځینه کرکټ لوبغاړو ترڅنګ د فوټبال او نورو لوبو د لوبغاړو په وتلو کې هم لوی رول لوبولی دی. د استرالیا حکومت دغو لوبغاړو ته بشردوستانه ویزې صادرې کړې او دوی ته یې له کابل څخه په الوتکو کې د تګ بندوبست وکړ.
په میلبورن کې د پنجشنبې د ورځې لوبه چې د افغانستان د ښځینه لوبغاړو او د بې سرحده کرکټ خیریه موسسې لخوا د جوړ شوي یو ټیم ترمنځ کیږي، د استرالیا د کرکټ بورډ په همکارۍ جوړه شوې ده.
د ناهیده سپان په کپتانۍ کې د افغانستان د نجونو کرکټ لوبډله له افغانستان څخه له وتلو وروسته په لومړي ځل د لوبو ډګر ته ځي.
که څه هم د کرکټ نړیواله شورا افغانستان د خپل بشپړ غړي په توګه پیژني او د افغانستان کرکټ بورډ ته مالي تمویل برابروي، خو د افغان کرکټ د بهر میشتو ښځینه لوبغاړو سره مرسته نه کیږي.
یو شمېر دغه افغانې لوبغاړې دا وخت د اسټرالیا په محلي کلبونو کې لوبې کوي.
د اسټرالیا د کرکټ بورډ رئیس نیک هکلي دا اونۍ وویل چې تمه لري د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډله ډیرې لوبې وکړي او وتوانیږي چې یوه ورځ په نړیوال ډګر کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د استرالیا کرکټ بورډ په افغانستان کې د ښځو سره د طالبانو د چلند له کبله د افغانستان د کرکټ د نارینه وو د لوبډلې سره د دوه اړخیزو لوبو کولو څخه ډډه کړې ده.
ددغه چلند له کبله په استرالیا باندې د دوه مخیتوب تور پورې شوی او منتقدین وايي دغه هېواد که څه هم د افغانستان سره د دوه اړخیزو لوبو څخه ډډه کوي خو په نړیوالو ټورنمنټونو کې، چې کله یې ګټه مطرح وي، له افغانستان سره د لوبې له کولو مخ نه اړوي.
د استرالیا د کرکټ بورډ د پرېکړې له کبله توبا سنګر هم ناخوښه ده. هغې وویل: "زه فکر کوم چې کرکټ باید د سیاست ښکار نه شي. زه فکر نه کوم چې دا ښه پرېکړه ده."
سنګر وايي چې که د افغانستان له هرې ښځینه کرکټ لوبغاړې څخه پوښتنه وشي چې لوبه یې څنګه پیل کړې، نو د هغې ځواب به دا وي چې د افغانستان د نارینه لوبغاړو د لوبو له کتلو وروسته تشویق شوې ده.
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز او اسوشیتد پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه