د لاس رسي وړ اتصالات

څېړونکي: د کرونا وبا به د افغانستان او پاکستان اقتصاد سخت وځپي


د کروناوېروس د خپرېدو له امله محدودیتونو، قیوداتو، ګرځبندېزونو او د بازارونو او کارونو بندېدو د ګڼو هېوادونو اقتصاد ته زیان رسولی دی.

په امریکا کې د منځني ختیځ انسټېټیوټ یو شمېر څېړونکو ادعا کړې چې کروناوېروس به د افغانستان او پاکستان اقتصاد په ناوړه توګه وځپي.

د کروناوېروس د مخنیوي په خاطر، افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره پولې تړلي او ښارونه یې قرنطین کړي دي. پدې ترڅ کې له هېوادونو سره د کابل د سوداګرۍ کچه راټېټه شوې او د هېواد په لر او بر کې د خوراکي توکو او نورو اجناسو پېر او پلور هم کم شوي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د یوه څېړنېز ګروپ ستره سلاکاره او د بروکېنګز د انسټېټیوټ کارپوهه وېنډا فېلباب براون وایې چې په یوه میاشت کې "د افغانستان د ګمرکونو عواید شاوخوا ۹۵ سلنه را کم شوي".

کرونا د پاکستان پر اقتصاد هم ناوړه اغېزه کړې ده. ګمان کېده چې له ډېر کلونو وروسته، سږکال پاکستان د خپلې ملي بودیجې کسر را کم کړي. د پنجاپ پوهنتون استاد او د هغه ایالت پخوانی والي وايي دغه چاره اوس امکان نلري.

رضوي ویلي چې د پاکستان د حکومت د "پرمختیايي بودیجې زیاته برخه اوس د کرونا پر خلاف مبارزې او خلکو ته د مرستو رسولو ته ځانګړې شوې ده".

د چارو څارونکي د کروناوېروس د خپرېدو او لدې امله د هر ډول ټولنیز او اقتصادي زیانونو د مخنيوي لپاره د حکومت او ولسونو ترمنځ ګډه همغږي او همکاري مهمه بولي.

XS
SM
MD
LG