د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو: پر اوکراین د روسیې برید به 'تاوان او پایلې' ولري


د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ

د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) عمومي منشي نن د نومبر په ۲۶ (لیندۍ ۵) وویل که روسیه د اوکراین په وړاندې له خپل پوځي ځواک نه کار واخلي د هغې له عواقبو سره به مخامخ شي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د اوکراین په پوله د روسیې د پوځي ځواکونو په زیاتیدو باندې د اندیښنې د څرګندولو په ترڅ کې زیاته کړه چې مسکو ته به پوځي اقدام ګران تمام شي.

هغه زیاته کړه چې د اوکراین سره په پوله د روسیې د پوځي قطعاتو په موضوع به چې د ژورو اندیښنو سبب شوې په لتویا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې بحث وشي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل چې د روان کال په ترڅ کې دا دوهم ځل دی چې روسیه خپل محاربوي ځواکونه په غیر معلوم ډول په سیمه کې ځای پر ځای کوي، چې ټانکونه، توپخانه، بې پیلوټه الوتکې، او الکترونیکي جنګي سیتمونه په کې شامل دي.
ښاغلي ستولتنبرګ زیاته کړه، سره له دې چې اوکراین د ناټو غړی ندی، ددې سازمان متحدین روسیې په څرګند پیغام استوي چې ناټو د خپلو ټولو متحدینو دفاع ته تیاره ده.

مسکو دغه اندیښنې د لویدیځ "اغراق‌‌آمیزه احساسات" ګنلي دي.

له دې دمخه د کریملن ویاند دیمتري پسکوف، پر اوکراین باندې د روسیې د برید کولو د نیت په هکله رپوټونه رد کړي او ویلي یې دي چې ددغو رپوټونو هدف د کړکیچونو رامنځته کول دي.

ښاغلي پسکوف زیاته کړې وه چې روسیه هیڅ یو هیواد نه ګواښي او ددې هیواد دننه د ځواکونو د تحرکاتو هدف باید د نورو د اندیښنې سبب نشي.

اوکراین شکایت لري چې روسیې په لسګونو زره ځواکونه سرحدي ساحې ته نژدې ځای پر ځای کړي؛په هغه ځای کې چې پر دې هیواد باندې د فشار د زیاتولو لپاره یې پوځي تمرینونه هم په کې ترسره کړي دي.

کیف د ۲۰۱۴ کال راهیسې له روسیې سره د کریمیه ټاپووزمي د یوځای کیدو وروسته ددې هیواد په دونتسک و لوګنسک په سیمو کې د روسي پلوه جلاغوښتونکو سره په شخړه بوخت دی.

XS
SM
MD
LG