د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس خپریدل "نړیوال بیړنی حالت" وګڼل شو


د روغتیا نړیوال سازمان نن د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ۳۰) د یو اوږد بحث وروسته په چین کې د کرونا ویروس خپریدل یو بیړنی روغتیايي حالت اعلان کړ.

دغه سازمان تر اوسه پورې دغه اقدام ځنډولی و خو وروسته له هغې دغې پریکړه ته مجبور شو چې په چین کې ددغه ویروس له کبله د وژل شويو کسانو شمیر ۱۷۰ تنو ته ورسید او د نړۍپه ۲۰ هیوادونو کې نښې نښانې ولیدل شوې.

د روغتیا نړیوال سازمان یواځې”ډیر جدي او ځانګړي حالتونه“د نړیوال بیړني حالت په نوم اعلانوي چې موخه یې راولاړې شوې ستونزې ته د نورو هیوادونو پام اړول او د حل لارو لپاره ګډې مبارزې باندې تاکید وي.

په نړۍ کې د کرونا ویروس اغیز
په نړۍ کې د کرونا ویروس اغیز

چین په لومړي ځل د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د روغتیا نړیوال سازمان ته د یو نوي ویروس له کبله د مړینې راپورونه ورکړل. له هغې ورځې راهیسې په ټول چین او ځانګړې توګه د چین په ووهان ایالت کې ۷۸۰۰ مثبتې پیښې ثبت کړي دي.

په داسې حال کې چې پوهان لا هم د دغه ویروس د خپریدو د لارو چارو په موندلو بوخت دي، د چین ځینو ګاونډیو هیوادونو لکه روسیه، شمالي کوریا او منګولیا د پنجشنبې په ورځ (جنوری ۳۰) له چین سره خپلې پولې وتړلې.

روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې د کرونا ویروس په چین کې په ډیرې چټکتیا خپور شوی او د امریکا، فرانسې، آلمان، کاناډا او ویتنام په شان هیوادونو کې یې ددغې ویروس مثبتو پیښو ثبتیدل هم د اندیښنې وړ خبره بللې.

XS
SM
MD
LG