د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس ۲۴ساعتونو کې پنځه افغانان مړه کړي؛ ۱۹۰ نور پرې اخته شوي


کرونا ویروس افغانستان کې ۹۰ تنه مړه کړي
کرونا ویروس افغانستان کې ۹۰ تنه مړه کړي

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په داسې حال کې چې د کرونا ویروس ګواښ لوړې کچې ته رسېدلی، خو خلک یې لا هم جدي نه ګڼي.

د روغتیا وزارت معین وحید مجروح نن دوشنبه مې۴(غويي۱۵) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۴۹۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۹۰ یې مثبت و.

ښاغلي مجروح زیاته کړه چې له یادو پېښو څخه ۴۱ یې په پکتیا، ۳۰ هرات، ۲۵ کندهار، ۲۴ کابل، ۱۷ بلخ، ۱۳ ننګرهار، ۱۱ لغمان، ۵ کونړ، ۹ فراه، ۶ سرپل، ۵ زابل، ۳ پکتیکا، ۲ خوست او یوه ـ یوه په ارزګان، هلمند، او نیمروز ولایتونو کې ثبت شوې ده.

په دې سره په افغانستان کې په کووید ـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۸۹۴ تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله پنځه تنه په کابل، هرات، پکتیا او میدان وردګ ولایتونو کې مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۹۰ تنو ته ورسېد.

په یاد وخت کې ۶۶ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه هم جوړ شوي چې د روغتیا وزارت د معین په وینا د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۳۹۷ تنو ته ورسېد.

ښاغلي مجروح وویل:"په افغانستان کې د کرونا ویروس له ادرسه رامنځته شوی موجوده ګواښ بدبختانه لوړ حد ته رسېدلی دی، خو په مقابل کې د خلکو جدیت په ډيري ټیټ حد کې دی."

د مجروح په وینا خلک د بې ځایه ګرځېدو او یو ځای راټولېدو د مخنیوي په اړه د افغان حکومت خبرداري او هڅو ته توجه نه کوي.

هغه یو ځل بیا له خلکو څخه وغوښتل چې د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په اړه روغتیايي لارښوونې عملي کړي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکینزد پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د دوشنبې تر غرمې مې۴ (غويي۱۵) پورې ۲۴۷۵۳۱ کسان مړه کړي اونژدې ۴ میلیونه پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۷ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG