د لاس رسي وړ اتصالات

د قیصاري پلویانو د سمنګان – فاریاب لویه لاره وتړله


د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان نظام‌الدین قیصاري د پلویانو اعتراضونه د افغانستان د شمال په یو شمیر ولایتونو کې د پنځمې ورځې لپاره دوام لري، چې په ترڅ کې یې نن اعتراض کوونکو د سمنګان – فاریاب لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړله.

اعتراض‌کوونکي د قیصاري د خوشې کیدو او له ترکیې څخه افغانستان ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د بېرته ستنولو غوښتنه کوي.

د محمدرفیع په نوم یو اعتراض‌کوونکی، چې د سمنګان – فاریاب لویه لاره یې د ترافیکو پر مخ تړلې وايي "حکومت باید د خلکو غږ واوري، له هغې پرته نور مسولیتونه به یې په خپله غاړه وي".

د سمنګان د والي ویاند امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې لاریون کوونکو د ایبک – مزارشریف د لویې لارې پر سر ټایرونو ته اور ورته کړی او دغه لاره یې تړلې ده "له مشرانو (په همکارۍ) زموږ هڅه دا ده چې لاره پرانیزو".

له دې وړاندې اعتراض کوونکو د آقینې سوداګریز بندر لاره هم د فاریاب په اندخوي ولسوالۍ کې تړلې وه.

په ورته وخت کې د جنبش ګوند یو شمیر پلویانو په تخار ولایت کې د قومندان قیصاري په ننګه لاریون پیل کړی دی.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د امنیه قوماندان او د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال دوستم نږدې ملګری تیره اونۍ په فاریاب کې د د پوځ د کومانډو ځواکونو له خوا ونیول شو.

افغان چارواکي وايي، چې ښاغلی قیصاري د ناقانونه کړنو په تور نیولی شوی دی.

XS
SM
MD
LG