چین هڅه کوي چې د "یو کمربند یوه لار" نوښت افغانستان ته وغزوي او د څیړونکو په اند په منځني ختیځ کې خپل رول پراخ کړي.
د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز د "یو کمربند یوه لار" د نوښت یوه برخه ده چې په هغه کې د افغانستان له لارې د تاجکستان، ترکمنستان او د ایران د ختیځو سیمو سره د پاکستان نښلول هم شامل دي.
د لنډي کوتل نه جلال آباد او د چمن نه تر سپین بولدک پورې د اورگاډي د دوو پټلیو غزول، د پیښور نه کابل او له کندز نه تر منځنۍ اسیا پورې د دوو لویو لارو جوړول او همداشان د کوڼر د سیند پر سر د بریښنا د ستر بند آبادول د "یو کمربند یوه لار" نوښت سترې پروژې دي چې تمه ده په افغانستان کې پلې شي.
د ستراتیژیکو او سیمه ایزو څیړنو د مرکز افغان څیړونکی احمد بلال خلیل، وایي په پاکستان کې ددغه ٥٠ میلیاردو ډالرو د پروژې د سم پرمختگ د ډاډمن کیدو لپاره چین اړ دی چې افغانستان ته مخه کړي. ښاغلی خلیل ددغه پروژې پلي کیدل د افغانستان د امنیت او اقتصاد په گټه هم گڼي.
د کارپوهانو له نظره د چین دغه پراخ او لوړخیاله پلان ریښې د هغه هیواد د بهرني سیاست په اهدافو کې نغښتې دي، ځکه بیجینگ په زغرده هڅه کوي چې یو ستر نړیوال ځواک شي. چین ته مهمه ده چې د منځني ختیځ هیوادونو ته وښیي هغه څه چې د امریکا متحده ایالاتو د یو زبر ځواک په توگه ترسره نه شو کړای، بیجنگ کولای شي هغه پلي کړي.
په بیجنگ کې میشت د "چینا پالیسي" په نامه د مشورتي بنسټ رئیس ډیویډ کیلی، وایي چین هیله من دی چې د یو کمر بند یوې لار د نوښت یوه برخه له افغانستان نه تیره شي او ددې هیواد په امینت او اقتصاد کې مثبت بدلون رامنځ ته شي، هغه څه چې د هغه په اند پخواني شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو ونشو کړای.
په خوله اسان خو په عمل کې گران
خو د کارپوهانو په اند ددغه ساده طرحې بیان اسان او پلي کول یې مشکل دي چې پراخه سیمه ایزه په ځانگړې توگه د افغانستان او پاکستان همکاري ایجابوي، ځکه د پاکستان قبائیلي سیمې ناامنې دي او افغانستان په عملي توگه د طالبانو او داعش د سخت دریځو د دردونکي تاوتریخوالي ډگر دی.
له دې اخوا، چین غواړي په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ختمولو او د ثبات په تامین سره د خپل امنیت په گټه هم کار وکړي، ځکه د چین په شین جیانگ ولایت کې ایغوري مسلمان جدایي غوښتونکي په افغانستان کې د طالبانو او په پاکستان او منځنۍ اسیا کې د نورو سخت دریځو اسلامي ډلو سره ارتباط لري.
چین د افغانستان په یو شمیر سترو پروژو کې لکه د لوگر په مس عینک کې پانگونه کړې ده او همداشان ددې غرني هیواد د کانونو او منرالونو استخراج او بنسټیزو ساختماني سترو پروژو ته یې سترگې نیولي دي.
هندي لیکوال او دیپلومات ام. کی. بدرا کمار وایي د افغانستان د تریلیارډونو ډالرو د منرالونو منابع پخپله د هغه هیواد نه د یو کمر بند یوه لار، د پروژې د تیریدو لپاره یوه جاذبه ده. هغه وایي له بلې خوانه د یو کمربند یوه لار پروژه به د افغانستان د طبیعي منابعو یوه عمده برخه د چین اقتصاد ته ور په برخه کړي.
د یوې بلې کتنې له مخې د چین عمده هدف دادی چې خپل ستراتیژیک او امنیتي هدفونه د پاکستان له جغرافیه اخوا تامین کړي.
په سویډن کې د سولې نړیوال انستیتیوت د یو کمر بند یوه لار نوښت په اړه په یوه تازه رپوټ کې لیکلي دي چې "دغه کمربند د چین د سختې توپیري امنیتي طرحې په ډاگه کونکی دی چې د اقتصادي او انکشافي همکاریو له لارې په گډ امنیت ټینگار کوي".
ددې انستیوت څیړونکی ریچارد غیاثی وایي د یو کمربند یوه لار د نوښت د هدفونو ترسره کیدل وخت ته اړتیا لري، خو د هغه په وینا په منځمهال او اوږدمهال کې دغه طرحه کولای شي د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کیدو سبب شي.
خو د ښاغلي کیلي په باور د نړۍ په اړه د چین نظر چلنجونه او خطرونه هم له ځانه سره لري. ځکه چین په دې باور دی چې د دیني بنسټپالنې ځای کیدای شي اقتصادي گټې او سود ونیسي، هغه نظر او فکر چې د هغه په وینا دمخه غلط ثابت شوی دی.