د لاس رسي وړ اتصالات

اجرائيه رئيس: ډیورېنډ پرکرښې تحرکات له ترهګرۍ سره مبارزه کې مرسته نه کوي


اجرائیه رئیس عبدالله وویل د پاکستان او افغانستان ترمنځ د حل لار یوازې خبرې دي.
اجرائیه رئیس عبدالله وویل د پاکستان او افغانستان ترمنځ د حل لار یوازې خبرې دي.

د ملي یووالي د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د ډیورینډ د کرښې په هغې غاړه کې د پاکستان وروستي فعالیتونه او تحرکات له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته نه شي کولی او اندېښنې راپورته کوي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله چې نن یې د وزیرانو د شورا په ناسته کې خبرې کولې د پاکستان د پوځ له خوا د ډیورینډ د کرښې په اوږدو کې د اغزنو تارونو د لګولو په تړاوو په اشاره کې وویل چې داسې فعالیتونه یوازې اندېښنې پیدا کوي.

ښاغلي عبدالله وویل" څه چې پدې وروستیو کې د خط په هغه خوا کې ترسره شوي دا له مونږ سره د ترهګرۍ په ضد مبارزه کې کمک نه کوي، له ترهګرۍ سره مبارزه صادقانه همکاریو ته اړتیا لري".

عبدالله عبدالله وویل د کرښې په هاغه غاړه کې هر ډول فعالیت چې د افغانستان د خلکو د اندېښنې لامل ګرځي د دواړو هیوادونو له اړیکو او همکاریو سره مرسته نه کوي.

عبدالله عبدالله وویل" پاکستان او افغانستان دواړه ګډ ګواښونه لري او ګډ فرصتونه هم، دا چې د ملي یووالي حکومت د ترهګرۍ سره په مبارزه کې ښه اماده ګي لري دا یو فرصت دی".

رسنیو تېره ورځ راپور ورکړ، چې د پاکستان د پوځ مشر قمر جاوید باجوه ویلي، چې د کرښې په اوږدو کې به اغزن تار ولګوي، باجوه دا هم ویلي وو چې دا اغزن تارونه به په هغو سیمو کې لګول کیږي، چې وسله وال پرې په اسانۍ تګ را تګ کوي.

په کراچۍ کې د شهباز لال قلندر په زیارت له ترهګریزو بریدونو وروسته پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د دري دېرشو ورځو لپاره تړلې وې او تازه دا دروازې بیرته پرانستل شوي دي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، پاکستان دا دروازې ددې لپاره وتړلې چې امنیتي ګواښوونه دي، خو هغه وايي افغانستان تر بل هر چا زیات د ترهګرۍ قرباني دی.

اجرائيه رئيس وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د حل لار یوازې خبرې دي.

XS
SM
MD
LG