د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې ډاکټرانو د خنزیر پښتورګی انسان ته پیوند کړ


د باسټن په پوهنتون کې ډاکټرانو د خنزیر پښتورګی انسان ته پیوند کړ
د باسټن په پوهنتون کې ډاکټرانو د خنزیر پښتورګی انسان ته پیوند کړ

د متحدو ایالتونو د باسټن په پوهنتون کې ډاکټران وايي چې په لومړي ځل او په بریالي ډول یې د خنزیر پښتورګی (ګردې) انسان ته پیوند او انتقال کړ.

ډاکټران وايي په ژینیټیکي توګه د خنزیر دا پښتورګی د پښتورګو په رنځ اخته بیمار لپاره برابر و.

د ماسچوسیتس عمومي روغتون په یوې اعلامیې کې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۱ (حمل دویمه) اعلان وکړ چې یو ژوندي انسان ته د خنزیر د پښتورګي انتقال او پیوند د خپل ډول لومړي بریالي عملیات دي.

تر دې مخکې د مغزي سکتې بیمار ته د حیوان د بدن د غړو د موقتي انتقال او نصب هڅه شوې وه چې انسان ته د خنزیر د زړه د انتقال دوه ناکام عملیاتونه هم په کې وو.

ډاکټران وايي چې دا رنځور ریچارد ریک سلیمن نومېږي، ۶۲ کلن او د ماسچوسیتس وایموت اوسېدونکی دی چې اوس په رغېدو دی او ژر به له روغتون څخه خپل کور ته رخصت شي. دا عملیات د همدې میاشتې په سر کې شوي.

د ماس جنرال بریکهم مشرې ان کلبانسیکي وویل چې د روغتون ډاکټران او محققان یې د طبي تغیر او د هغو ناروغیو د درملنې لپاره، چې رنځوران ورسره په ورځني ژوند کې مخامخ دي، د ساینس او علم داسې بریدونو ته ځانونه رسوي.

هغې وویل: «د پښتورګو له لومړي بریالي عملیاتو تقریبآ اووه لسیزې وروسته، زموږ ډاکټرانو یو ځل بیا ثابته کړه چې مبتکرانه درملنه او زموږ او په نړۍ کې د نورو رنځورانو د رنځ په اسانه کولو کې مرسته کولای شي.»

له لسیزو ناکامو تجربو وروسته دغه عملیات د پام وړ او لوی پرمختګ بلل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG