عامر خان او میرمن یې کیرن راو څه باندې ۱۵ کاله کیده چې واده یې کړی و خو ښاغلی خان نن شنبه جولای ۳ (چنګاښ۱۲) ویلی چې د خپلې میرمنې نه بیلیږي.
خان او راو په یوې اعلامیې کې ویلي چې بیلتون د دواړو په موافقې شوی او دا چې یوازینی زوی به په ګډه غټوي او په ګډو پروژو به هم کار کوي.
په اعلامیې کې ویل شوي، "پدې ۱۵ ښکلو کالونو کې مو په ګډه د ژوندانه تجربې، خندا او تجربې شریکې کړلې. زمونږ په اړیکې کې باور، درناوی او مینه وه. "
ښاغلي خان او میرمن راو په اعلامیې کې همدارنګه ویلي چې غواړي د ژوندانه نوی باب پیل کړي، " د ښځې او خاوند په توګه نور نه بلکې د یو بل لپاره د کورنۍ په توګه."
د هندي سینما مشهور ستوري عامر خان په ۲۰۰۱ کال کې د یو فلم د جوړولو پر مهال د کیرن راو سره بلد شو. میرمن راو د فلم جوړونکي مرستیاله وه او دواړو په ۲۰۰۵ کال کې واده وکړ.
دا د ۵۶ کلن عامر خان لومړنی واده نه و. هغه تر دې وړاندې د رینا دتا سره واده کړی خو په ۲۰۰۲ کال کې یې خپله دا میرمن هم پریښې وه.
په اعلامیې کې د طلاق دلیل ندی ښودل شوی.
کیرن راو ۴۷ کلنه ده. هغې د خپلې کورنۍ او ملګرو نه مننه کړې چې د دې ګام په اخیستو کې یې ورسره مرسته کړې. میرمن راو ویلي،" هغوي چې زمونږ ښه غواړي د دعا غوښتنه ترې کوم. هیله لرم دا طلاق پای ونه بولئ بلکې د یوې نوي سفر پیل یې وبولئ."
عامر خان مسلمان او میرمن یي کرن راو هندوه ده. ښاغلي خان په ۲۰۱۵ کال کې ویلي و چې په هند کې د مسلمانانو او د علم خاوندانو پر ضد د نه زغم د ډیریدو له کبله میرمن راو د هیواد پریښودو وړاندیز کړی و.