په کابل کې د امریکا د سفارت سره نژدې د بمي چاودنې غږ اوریدل شویدی
د چاودنې غږ د سپتمبر د یولسمې د اتلسمې کلیزې د پیل سره سم اوریدل شویدی.
د امریکا د سفارت یوه کاروونکي د ای پي خبري اژانس ته دغه چاودنه تائید کړیده خو نور تفصیل یې ندی ورکړی.
دا به د ولسمشر ټرمپ د طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو د اعلان نه وروسته لمړی لوی برید وي چې په کابل کې ترسره کیږي.
دوه اونۍ مخکې د طالبانو په یو برید کې د ملکیانو په گډون د ناټو دوه غړي وژل شوي و، ولسمشر ټرمپ ویلي و چې پداسې حال کې چې یو امریکایي سرتیرې په دغه برید کې ووژل شو، هغه د طالبانو سره د خبرو بهیر ختموي.