د نړۍ د مشهورو ډیجیټلي اسعارو بیټ کوین ارزښت د لومړي ځل لپاره له سلو زرو ډالرو واوښت.
د ډیجیټلي اسعارو بازار پداسې حال کې ګرم شوی چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل په پام کې لري چې د ډیجیټلي پیسو ملاتړی پاول اتکینس، د اسعارو د تبادلې د کمیسیون د رئیس په توګه وټاکي.
د ټرمپ له بریا وروسته د بیټ کوین ارزښت مخ په پورته روان دی. د نومبر په پنځمه چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات وګټل، یو بیت کوین ۶۹۳۷۴ ډالر ارزښت درلود. خو د کوین ډسک د رپوټ له مخې، د یو بیت کوین ارزښت د چهارشنبې په ورځ ډسمبر دریمه ۱۰۳۷۱۳ ډالرو ته ورسید.
هغه ډیجیټلي اسعار چې پدې وروستیو کلونو کې مشهور شوي، په ساده عبارت د ډیجیټلي پیسو واحدونه دي. دغه ډیجیټلي پیسې داسې طرحه شوي چې د آنلاین شبکو له لارې عمل کوي او اساساً د کوم حکومت یا بانکي بنسټ له لورې یې ملاتړ نه کیږي. ددغو اسعارو راکړه ورکړه د بلک چین په نامه د تکنالوژۍ له لارې ثبت کیږي.
یو شمیر پانګه وال دغه اسعار د مروجو سنتي پیسو "ډیجیټلي بدیل" ګڼي، خو په نړۍ کې د ورځنۍ مالي راکړې ورکړې ډیره برخه د هېوادونو په سنتي پیسو په ځانګړې توګه په امریکایي ډالرو ترسره کیږي.
ډونالډ ټرمپ چې یو وخت د ډیجیټلي اسعارو مخالف و، ژمنه کړې چې متحده ایالات به د "نړۍ د ډیجیټلي اسعارو پلازمینه" کړي. د انتخاباتي مبارزې پر وخت د ټرمپ کمپاین ډیجیټلي اسعار د مالي مرستې په توګه ومنل.
د ډیجیټلي اسعارو شرکتونو هم د ټرمپ د بریالیتوب هرکلی وکړ او هیله لري چې هغه وکړای شي په مقرراتو کې داسې بدلونونه رامنځته کړي چې د سرو لیکو او سختو مقراراتو پرته ډیجیټلي پیسو ته یو ډول مشروعیت ورکړي.
فورم \ دبحث خونه