د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن خبرداری ورکړ که روسیې په اوکراین کې کیمیاوي وسله وکاروله، د لویدیځ له لوري به پوځي عکس العمل وښودل شي.
ښاغلي بایډن د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) په یو خبري کنفرانس کې په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «دا کار به ورته غبرګون وپاروي.» ښاغلي بایډن وویل که دا پوښتنه کوی چې آیا «ناټو به [د روسیې ځواکونو سره د مقابلې لپاره اوکراین ته] داخل شي که نه، دا پرېکړه به په هماغه وخت کې کوو.»
ښاغلی بایډن تېره ورځ په یو څلور ورځني سفر اروپا ته ولاړ چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ځواب کې د لویدیځ اتحاد غښتلی او په مسکو باندې بندیزونه نور هم سخت کړي.
نوموړي د ناټو په مقر کې وویل چې روسیه باید د ۲۰ سترو اقتصادي هېوادونو له لست څخه لېرې کړل شي او اوکراین ته دې په غونډه کې د ګډون اجازه ورکړل شي.
په کنفرانس کې له ښاغلي بایډن څخه همدغه راز پوښتنه وشوه چې ایا اوکراین به له روسیې سره د سولې د تړون په بدل کې کومه سیمه ورپرېږدي؟ هغه وویل: «زه فکر نکوم چې هغوی به داسې کار وکړي. خو دا د کیف په قضاوت پورې اړه لري.»
د امریکا ولسمشر په دغه خبري کنفرانس کې همدغه راز وویل چې امریکا له اوکراین سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مرستو ته ژمنه ده چې «د جګړه ځپلو اوکراینیانو سره د ژغورنې» په برخه کې همکاري وشي.
نوموړي همدغه راز وویل چې د اوکراینۍ کورنیو د یو ځای کېدو لپاره به امریکا «څه باندې ۱۰۰۰۰۰ اوکراینیان مني او د دموکراتیک مقاومت او بشري حقونو څخه د دفاع لپاره به په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو کې ۳۲۰ میلیون ډالر پانګونه کوي».
ناټو د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د خپلو غړو هېوادونو ظرفیتونو به قوي کوي. تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکی د ناټو له مشرانو څخه د «لا محدوده» پوځي وسلو د مرستو غوښتنه کړې وه.
په اوکراین باندې د روسیې د یرغل پوره یوه میاشت وشوه. ملګري ملتونه وايي چې په دغې جګړې کې تر دې دمه څه باندې ۳.۵ میلیون اوکراینیان کډوال شوي او زرګونه نور وژل شوي او ژوبل شوي دي.
ښاغلی بایډن اروپا ته تر سفر مخکې خبریالانو ته وویل چې د اوکراین په جګړې کې د روسیې له لوري د کیمیاوي وسلو احتمالي کارول «یو واقعي ګواښ» دی.
داسې اندېښنې شته که په اوکراین کې روسیه له سخت مقاومت سره مخامخ شي، ممکن د اتومي او کیمیاوي وسلو کارولو ته مخه کړي. امریکا او ناټو په اوکراین باندې د روسیې یرغل غندلی دی، له اوکراین سره بشري او پوځي مرستې کوي او په مسکو باندې یې قوي اقتصادي بندیزونه لګولي دي.