د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې کیف کې یوه ملکي ودانۍ ویشتلې؛ بایډن دا عمل ’بربریت ‘بللی


د اوکراین په پلازمینې کیف ښار د روسیې د میزایلو برید
د اوکراین په پلازمینې کیف ښار د روسیې د میزایلو برید

روسي ځواکونو د یکشنبې په ورځ جون ۲۶ (چنګاښ ۵) د اوکراین د پلازمینې کیف ښار د استوګنې یوه ودانۍ په میزایل ویشتلې چې د یوې اووه کلنې ماشومې په ګډون څلور تنه په کې ټپیان شوي دي.

دا برید پداسې وخت کې کیږي چې د جي۷ بډایو هیوادونو مشران په جرمني کې غونډه کوي او د روسیې دغه اقدام ددې سبب شوی چې اوکراین د نړۍ د اوو بډایو هیوادونو څخه د زیاتې مرستې غوښتنه وکړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن چې د جې۷ هیوادونو په سرمشریزه کې یې ګډون کړی د اوکراین پر پلازمینه کیف باندې د روسیې برید یې وحشت ګڼلی دی. ښاغلي بایډن ددې برید په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې: «دا تر ډیره د هغوی بربریت دی.»

د کیف ښاروال ویتالي کلیتچکو وویل چې د وسلو جوړولو د یوې فایریکې په ګاونډ کې په یوې ملکي ودانۍ باندې د یکشنبې د سهار وختي په برید کې د یوې اوه کلنې ماشومې په ګډون څلور تنه ټپیان شوي چې روغتون ته انتقال شوي دي. هغه وویل چې روسې دا میزایل پدې خاطر توغولی چې په مادرید کې د ناټو تړون د غونډې دمخه «اوکراینیان وډاروي».

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمتري کولیبا په خپل ټویټر کې د ټپي شوې ماشومې عکس خپور کړی او ویلي یې دي چې هغه ارامه ویده «چې روسي د کروز په میزایل د هغې کور په نښه کړ.»

د جي۷ سرمشریزې ددې برید پر وړاندې اوکراین ته د لا زیاتو درندو وسلو په ورکولو سره غبرګون ښودلی دی. ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په جرمني کې د جې۷ هیوادونو غونډې او په اسپانیا کې د ناټو غونډې ته ویناوې وکړي.

د جي۷ بډایو هیوادونو غونډه چې د جرمني د بایرن ایالت د الپ غرونو په لمن کې په یوه ماڼۍ کې جوړه شوې پر مسکو باندې د لویدیځ د لګول شویو بندیزونو په موثریت خبرې وکړي او کیف ته په نویو مرستو به تمرکز وکړي. دوی همداشان د اوکراین د بیارغونې په اوږدمهاله پلان خبرې کوي.

د نړۍ د اوو بډایو هیوادونو دا غونډه د روسیې د سرو زرو په وارداتو باندې د بندیز په اعلان سره پیل شوه.

په جي۷ هیوادونو کې کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالات شامل دي.

دا رپوټ د فرانس پرس خبري اژانس د رپوټ په بنسټ جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG