د لاس رسي وړ اتصالات

بلوڅ وسله والو شپږ پاکستاني کارګر وژلي


په پاکستان کې پولیسو شنبه اکټوبر ۱۴ (تلې ۲۲) ویلي چې وسله والو د بلوچستان په ولایت کې د شپې ناوخته د کارګرو په یو مرکز برید کړی، لږ تر لږه ۶ کارګران یې وژلي او دوه نور یې ټپي کړیدي.

پولیسو ویلي چې دې کسانو د تربت په ولسوالۍ کې کار کاوه.

پولیسو او عیني شاهدانو ویلي چې وژل شوي کسان د پنجاب ولایت اوسیدونکي و او پداسې حال کې ویشتل شوي او وژل شوي چې ټول یې ویده و.

د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ دا پیښه تروریستي عمل بللی او د وژل شویو کسانو کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

ښاغلي کاکړ د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، " مونږ دا ناوړه کړنه غندو او د ترهګرۍ پر ضد په متحده توګه دریږو".

د بلوڅانو آزادۍ پوځ په نامه بلیتون غوښتونکې ډلې ادعا کړې چې دا برید هغوي کړی.

د BLA په نامه دا ډله او نورې بیلتون غوښتونکي ډلې وخت ناوخته د بلوچستان په ولایت کې په امنیتي ځواکونو او هغو کسانو بریدونه کوي چې د پاکستان د نورو سیمو څخه دې ولایت ته د کار لپاره تللي وي.

دا ډله د متحده ایالاتو حکومت سره د نړیوال ترهګر سازمان په توګه ثبت ده او تر دې وړاندې یې په پاکستان کې په چینایي اتباعو څو ځله بریدونه کړي، په ځانګړې توګه هغه چینایي اتباع چې د چین- پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) سترې پروژې سره سر او کار لري.

د بلوڅ بیلتون غوښتونکو دې ډلې همدرانګه څو ځله چین ته خبرداری ورکړی چې د بلوچستان په ولایت کې په غیر قانوني توګه د بلوڅانو سرچینو څخه ګټه اخیستل دې بند کړي او دا ولایت دې پرېږدي.

سره لدې چې د بلوچستان په ولایت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو تر څنګ، د اسلامي دولت یا داعش ډله او نورې وسله والې ډلې فعالیت لري خو پاکستان د لنډ مهالي حکومت د کورنيو چارو وزیر تیره میاشت د بلوچستان په ناامنۍ کې د هند استخباراتي اداره "را" تورنه کړه.

ښاغلي بګټی وویل، " هر څوک له دوې سره مرسته کوي او یا خواخوږی ورسره لري، چې هر څوک وي او په هر نوم باندې وي زموږ لپاره ټول یو دي، ټوله له يوه ځایه کنټرول کيږي".

خو د هند حکومت د پاکستان د حکومتي چارواکو دا ډول تورونه تل بې اساسه ګڼلي دي.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د پاکستان د امنیتي حالاتو په اړه په خپل یو تازه رپوار کې ویلي، چې سږکال ددغه هېواد په کچه د ترهګرۍ په پیښو کې ۵۷ فیصده زیاتوالې راغلې دی.

رپوټ دا هم وایي چې په پنجاب ایالت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي، خو په نورو ایالتونو کې بیا د تاوتریخوالي پیښې زیاتې شوي دي.

د څېړنود امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) ويلي، سږکال په ټول پاکستان کې د ترهګرۍ۱۰۸۷ پیښې ترسره شوي، چې ۳۶ فیصده شوي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتو کلونو کې تر ټولولوړ شمیر دی.

رپوټ کې ویل شوي، په تیرو درېیو میاشتو کې د تاوتریخوالي په پیښو کې ۵۸ فيصده عام وګړي،۲۳ فیصده امنیتي ځواکونو منسوبین وژل شوي دي.

ددې راپور له مخې په دغه موده کې د وژل شویو کسانو په شمیر کې یوازې ۲۰ فیصده یې سخت دریځو ډلو وسله وال وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG