د لاس رسي وړ اتصالات

د هلمند باغران کې په لومړي ځل مخابراتي شبکه فعاله شوې


د باغران اوسېدونکی عبدالغني وايي، خلکو یې د مخابراتي شبکې د فعالېدو په خوشحالۍ کې خیراتونه کړي او شیرينۍ یې ویشلې دي.  
د باغران اوسېدونکی عبدالغني وايي، خلکو یې د مخابراتي شبکې د فعالېدو په خوشحالۍ کې خیراتونه کړي او شیرينۍ یې ویشلې دي.  

د هلمند ولایت د باغران په ولسوالۍ کې په لومړي ځل یوې مخابراتي شبکې کار پیل کړی دی.

د افغانستان په دغه لیرې پرته سیمه کې د افغان بې سیم مخابراتي شبکې د موبایل ټیلفون ټاور لګولی دی. د مخابراتي شبکو کارکوونکي وايي، د ناامنیو او جګړو له کبله مخابراتي شبکې له دې وړاندې نه وي توانېدلي چې په دې سیمه کې خدمات وړاندې کړي.

که څه هم په تیرو څه باندې شلو کلونو کې د افغانستان زیاتره سیمې له مخابراتي ټاورونو سره وصل وې، خو په باغران کې خلکو ته په لومړي ځل دا ډول آسانتیا برابریږي.

عبدالهاي چې د باغران د نوي جوړ شوي مخابراتي ټاور د څوکیدارۍ دنده لري وايي، په دې سیمه کې د جګړو له امله مخابراتي شبکې راتلو ته زړه نه ښه کاوه. هغه وايي، په ډیرو مخابراتي شبکو باندې په تیرو کلونو کې بریدونه هم وشول.

د هلمند په شمال کې دا ولسوالي شاوخوا ۱۱۵ زره نفوس لري. ځايي خلک په خپله سیمه کې د مخابراتي آسانتیا په برابرېدو خوښ دي. د باغران اوسېدونکی عبدالغني وايي، خلکو یې په خوشحالۍ کې خیراتونه کړي او شیرينۍ یې ویشلې دي.

په باغران کې د طالبانو ولسوال قریشي دین دوست وايي، مخابراتي شبکې ته ددې سیمې سخت ضرورت و. هغه وویل: "خپله موږ مجاهدین په مشکل کې وو . ولس بیخي په مشکل کې وو، ځکه چې سفرونه یې درلودل، مریضان یې درلودل. غم او ښادي یې درلوده. که څوک به له کوره ووته تر څو چې به بیرته راستنېدی، معلومات به یې نه وو."

د هلمند ولایت دا سیمه په تیرو ډیرو کلونو کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو شاهده وه او ناامنۍ ددې سبب شوې وې چې د باغران خلک له مخابراتي آسانتیا او ډیرو نورو پراختیايي چارو څخه بې برخې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG