د لاس رسي وړ اتصالات

 
د پاکستان جمهور رئيس ته د ايمل ولي پرانيستی ليک

د پاکستان جمهور رئيس ته د ايمل ولي پرانيستی ليک


د عوامي نيشنل ګوند مشر او سناتور ايمل ولي خان
د عوامي نيشنل ګوند مشر او سناتور ايمل ولي خان

د عوامي نيشنل ګوند مشر او سناتور ايمل ولي خان د پاکستان جمهور رئيس اصف علي زرداري ته يو پرانيستی ليک استولی او ترې یې غوښتي چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو کې د روانې ناامنۍ په اړه دې د پارلمان ګډه غونډه راوبولي.

ایمل ولي خان په خپل لیک کې خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو د طبعي زېرمو ذکر هم کړی دی.

ايمل ولي خان په داسې وخت کې د پاکستان جمهور رئيس ته دا لیک استولی دی چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د ترهګرۍ پېښې شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۸مه د خیبر پښتونخوا د نوښار د اکوړي د حقانیه مدرسې په جومات کې چاودنه وشوه چې په کې د جمعیت علمای اسلام (س) مشر او د مدرسې مرستیال مولانا حامد الحق حقاني په ګډون اووه تنه ووژل شول او یوشمېر نور ژوبل شول. د هغه برید ذمه واری لا چا نه ده منلې.

د همدې ایالت په جنوبي ښار بنو کې وسلوالو د مارچ پر څلورمه نېټه د پاکستان پوځ پر چاوڼۍ دوه ځانمرګي بریدونه وکړل. چې په کې پنځه وسله وال، پنځه پوځیان او ۱۲ ولسی وګړي ووژل شول، او ۳۰ نور ژوبل شول.

ايمل ولي خان په خپل ليک کې کښلي چې د خيبر پښتوخوا په ايالت کې د قانون د واکمنۍ پرځای د ترهګرۍ بازار تود دی او په ټول ايالت کې ويره او ترهه خپره شوې ده.

د ايمل ولي خان د ليک او د‌ هغه د اهميت په اړه یو شمیر شنونکو د امریکاغږ د خبریال پوښتنې ته په ځواب کې مختلفې تبصرې کړي دي.

په پېښور پوهنتون کې د ژورنالیزم د څانګې استاد او د سياسي چارو شنونکی ډاکټر عرفان اشرف وايي، ايمل ولي خان باید د پښتونخوا په کليو کې له مشرانو سره ليدلي وی نو حکومت به د دوی غوښتنې د لیک پرته منلې.

ډاکټر عرفان اشرف د مارچ په ٨ ( کب ١٨) امريکا غږ ته وويل، له ايمل ولي خان سره د خپل ګوند په صورت کې يو طاقت شته چې پښتانه يې را يو ځای کړی وی او حکومت يې دې ته اړ کړی وې چې د پښتنو د امن غوښتنه يې پرځای کړې وی.

هغه زياته کړه، "زما په خيال دغه ليک فقط خپلې سياسي نومرې سېوا کولو پرته نور هيڅ اهميت نه لري."

د‌ عوامي نيشنل ګوند مشر د‌ بلوچستان ايالت د امنيت په اړه هم غوښتنې کړې دي خو شنونکي وايي چې د بلوچستان د امنيت وضع له لسيزو راهيسې خرابه ده.

په کوټه کې د سياسي چارو شنونکی او خبريال سيد علي شاه وايي، د بلوچستان ايالت د امنيت خبره ټولې نړۍ ته څرګنده ده ځکه چې له څو لسيزو په بلوچستان کې د پاکستان د اساسي قانون د اتلسم ترميم په رڼا کې هر يو ايالت د خپلو زېرمو واک په خپل لاس کې اخيستلای شي خو د پاکستان فيډرالي حکومت هغه واک نه ورکوي نو ټوله شخړه د واک او اختيار ده.

علي شاه د مارچ په ٨ ( کب ١٨) امريکا غږ ته وويل، "د بلوچستان شخړه فقط انتظامي نه ده بلکې دا سياسي، اقتصادي، اساسي او مدني ده چې په دې ټولو رياست خبر دی نو دا په يوه ليک ليږلو نه هواريږي تر څو چې ټول سياسي ګوندونه رايوځای شوي نه وي او په ګډه يې له رياست سره د حل لاره لټولې نه وي."

نوموړي زياته کړه، "له کلونو راهيسې په بلوچستان کې حقيقي استازي په داسې توګه له حکومت څخه لیرې ساتل شوي دي لکه د ۲۰۲۴ کال د ٨ فبرورۍ دروغژنې ټاکنې چې وشوې نو ټول يې هغه کسان راوستل کوم چې هېڅکله هم د خپلې سيمې استازي نه ول بلکه تش د نامه تر حده د هغو سيمو اوسېدونکي دي خو د بلوچستان د اختياراتو غوښتلو په باب هېڅ واک اختيار نه لري۔"

سيد علي شاه هم ډاکټر عرفان اشرف وينا ته ورته خبره کړې ده چې د ايمل ولي خان ليک له ولس څخه د سياسي همدردۍ د ترلاسه کولو يوه هڅه ده نور هېڅ نه.

د عوامي نيشنل ګوند د معلوماتو له مخې په خيبر پښتونخوا ايالت کې د امنیتي پیښو اړوند په ترهګریزو بريدونو کې ددې ګوند تر یو زر ډېر کسان وژل شوي دي چې د عوامي نيشنل ګوند مخکښ بشير بلور، د ميا افتخار حسېن زوی ميا راشد حسین، هارون بلور په شمول نور مشران او ځلمي په هجرو، جماتونو، جنازو او بازارونو کې په بمي چادونو او هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د شنونکو په وینا په خيبر پښتونخوا ايالت کې له ياد ګوند پرته نورو ګوندونو هېڅکله د ترهګرۍ پر ضد غږ نه دی پورته کړی، خو د نقيب الله مسید تر وژنې وروسته د منظور پشتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په ټول خیبر پښتونخوا ایالت کې په پرلتونو کې د پاکستان له رياست او فوځ څخه د امنيت غوښتنه کړې ده، نو سياسي شننونکي له ايمل ولي خان څخه هم د ليکونو د لېږلو پرځای د منظور پشتين په څیر د عملي مبارزې غوښتنه کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG