د اسټرالیا حکومت شنبه اپریل شپږمه (وري ۱۸) وویل چې یو ځانګړی سلاکار ټاکي تر څو په غزې کې د هغې برید په هکله د اسرائیل سره په پلټنو کې د شفافیت ډاډ ترلاسه کړي چې تیره اوونۍ پکې د یوې خیریه مؤسسې اووه کار کووونکي ووژل شول.
په وژل شویو کې یو یې د اسټرالیا اوسیدونکی و.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ ویلي هیواد یې تفصیلي ځواب غواړي چې څه ډول د اسرائیل په هوایي برید کې د نړۍ مرکزي آشپز خانې په نامه د خیریه مؤسسې د موټرو کاروان په نښه شو.
میرمن وانګ د شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د برید په هکله د اسرائیل لخوا ورکړل شوي معلومات کافي ندي او له همدې کبله اسټرالیا پریکړه کړې چې د برید په هکله پلټنو کې خپل "مناسب او وړ شخص وګماري تر څو پلټنې وڅاري".
د اسټرالیا دې جګپوړې دیپلوماتې زیاته کړه چې حکومت یې د ځانګړي سلاکار ټاکل کیدو غوښتنه د اسرائیل سره شریکه کړې تر څو د بهیر مناسبوالي په هکله حکومت ته سلا مشورې ورکړي.
هغې زیاته کړه، "مونږ غواړو چې په پلټنو کې د هر ډول شفافیت او مسؤل بللو په هکله بشپړ ډاډ ولرو".
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د سه شنبې په ورځ ومنله چې پوځ یې د غزې په تړانګې کې د یوې امریکایۍ خیریه مؤسسې اووه کار کوونکي په "غیر عمدي توګه" په هوایي برید کې وژلي دي.
د اسرائیل مشر د دې کسانو وژل کیدو له کبله بښنه نده غوښتې خو دا یې یوه "خواشینوونکې قضیه" بللې او ویلي یې دې چې تر پایه به په بشپړه توګه وپلټل شي.
په عین حال کې د اسرائیل لوی درستیز، هیرزي هالوي د چهارشنبې په ورځ ومنله چې په غزې کې د مرستندویه ادارې په کار کوونکو برید "جدي اشتبا" وه.
د اسرائیل دې تر ټولو جګپوړي پوځي چارواکي ویلي چي برید د شپې شوی او "ناسمه پیژندګلوي" یې د دې برید علت وباله. هغه ویلي: "مونږ په غیر عمدي توګه د نړۍ مرکزي آشپزخانې ته د زیان رسیدو په خاطر خواشیني یو."
د اسرائیل پوځ همدارنګه ویلي و چې د اردو دوه افسران یې د همدې برید له کبله له دندو لیرې کړیدي.
فورم \ دبحث خونه