د لاس رسي وړ اتصالات

اسټرالیا وايي د مهاجرو په اړه له ملګرو ملتونو سره موافقه نه ده


د پاپوا نیوگیني په مانوس ټاپو کې د مهاجرو د ساتنې یو مرکز
د پاپوا نیوگیني په مانوس ټاپو کې د مهاجرو د ساتنې یو مرکز

استرالیا وايي د ارام سمندر په دوو ټاپوګانو کې د اېسارو مهاجرو د انتقال په اړه یې له ملگرو ملتونو سره کومه موافقه نه ده کړې.

د ملگرو ملتونو د مهاجرو عالي کمیشنر فلیپو گراندي ویلي چې دوی د کنبیرا سره موافقې ته رسیدلي چې په پاپوا نیوگیني او نارو کې ١٢٥٠ مهاجر د امریکا متحده ایالاتو ته انتقال شي او هغه مهاجر چې په استرالیا کې نژدې کورنۍ اړیکې لري "واضح ده چې هغوی ته باید اجازه ورکړل شي چې هغه هیواد ته لاړ شي".

خو د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره جولي بیشوف د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د حکومت پالیسي د هغو مهاجرو پر وړاندې پوره روښانه او څرگنده ده چې په بیړیو کې استرالیا ته راځي. هغه وایي دغه مهاجر به پاپوا نیوگیني او یا هم نارو ته استول کیږي او دوی به هیڅکله هم په استرالیا کې د اوسیدو اجازه ور نه کړای شي.

د میرمن بیشوف اعلامیه د استرالیا د مهاجرت د چارو د وزیر هغه دریځ څرګندوي چې وایي د ملگرو ملتونو سره یې داسې کومه موافقه نه ده کړې.

دا موافقه چې ١٢٥٠ تنه پناه غوښتونکي د امریکا متحده ایالاتو ته واستول شي تیر کال د استرالیا د صدراعظم ملکولم ترونبول او د امریکا د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما ترمنځ شوې وه، خو د امریکا برحاله جمهور رئیس دونالد ټرمپ د فبورۍ په میاشت کې په یو ټویتر پیغام کې وویل چې ددې موافقې درناوی کوي، خو دا پریکړه یې " احمقانه" بللې وه.

ددې معاملې په بدل کې استرالیا موافقه کړې وه چې د السلوادور، گواتیمالا او هندوراس د هیوادونو مهاجر په خپله خاوره کې ومني.

استرالیا د ارام سمندر پدې کمپونو کې هغه مهاجر ځای په ځای کوي چې په کښتیو کې استرالیا ته د تللو هڅه کوي. هغوي تر هغه وخته پدې کمپ کې ساتل کیږي تر څو پورې چې د پنا غوښتنې په کاغذونو یې کار روان وي. ددغو مهاجرو اکثریت د افغانستان، ایران، عراق او سوریې اتباع دي.

د استرالیا حکومت پدې ټینګار کوي چې دغه پالیسي یې د مهاجرینو او پنا غوښتونکو ژوند ژغوري خو فعالین او د بشري حقونو ادارې بیا وایي چې پدې کمپونو کې د خلکو لپاره د ژوند کولو شرایط غیرې انساني دي.

XS
SM
MD
LG