د استرالیا ملبورن ښار په یوه قهوه خانه کې د یو ډول ځانګړې قهوې یوه پیاله په ۱۴۰ امریکايي ډالر پلورل کیږي.
ددې ښار اوسېدونکي د پخوا راهیسې د ډیرې قهوې په څښلو مشهور دي، په ځانګړي ډول هغه ایټالیایان او یونانيان چې په ۱۹۴۰ لسیزه کې دغه ښار ته کډه شوي دي.
دا ځانګړې قهوه د قهوې د هغو مینه والو دپاره ده چې غواړي یوه پیاله یې د عادي سپینې او یا اسپرسو قهوې په ۵۰ چنده قیمت رانیسي.
د "تور پړانګ" په نامه ددې مشهورې قهوې بوټي د پاناما په "چریکي" سیمه کې کرل کیږي او په ۲۰۲۲ کال کې یې په دغه سیمه کې د قهوې د کیفیت معلومولو په سیالیو کې د نړۍ د غوره قهوې لقب وګاټه.
ددې قهوې یوه کیلو په ۵۰۰۰ ډالر پلورل کیږي او دا کال یوازې شاوخوا ۴۰ کیلو د خرڅلاو دپاره موجوده وه.
د "پراوډ میري" قهوه خانې مالک نولان هرټې وايي، چې د مزې او کیفیت له مخې دا قهوه ځانګړی خاصیت لري او په څښلو یې انسان ته عجیب کیفیت پیدا کیږي.
که څه هم ملبورن د استرالیا په بډایو ښارونو کې راځي، خو ۱۴۰ امریکايي ډالر حتی په دغه ښار کې هم ډیرې پیسې دي چې خلک یې په یوې پیالیې قهوې ولګوي.
د قهوې مینه واله فلم جوړوونکی جک ریډر وايي، چې د تور پړانګ د قهوې خوند ته په پام، هغه ددغې قهوې په یوې پیالې باندې د ۱۴۰ ډالرو په لګولو خفګان نه کوي.
د "پراوډ میري" قهوه خانې مالک نولان هرټې وايي، خلک په چای او شرابو ډیرې پیسې لګوي، او د یوې ځانګړي قهوې د یوې پیالې دپاره دا اندازه پیسې ډیرې زیاتې ندي.