د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې هند ته د ټیسټ په پنځمې لوبې کې ماتې ورکړه او پدې سره یې د پنځو ټیسټ لوبو لړۍ، بارډر- ګواسکر جام اتلولي وګټله.
په پنځو لوبو کې لومړۍ یې هند وګټله. دویمه، څلورمه او پنځمه یې بیا کوربه لوبډلې اسټرالیا وګټلې او درییمه یې بې نتیجې پای ته ورسیده.
د اسټرالیا لپاره د پنځمې ټیسټ لوبې ګټل د لوبې په دویمې ورځې وروسته تر هغه لا آسان شول چې د هند تر ټولو غوره توپ اچوونکی او کپتان جسپریت بومرا ژوبل شو او د لوبې په نیمایي کې له میدان ووت.
بومرا د ټیسټ پدې پنځو لوبو کې ۱۵۲.۱ اورونه وکړل او ۳۲ لوبغاړي یې وسوځول. هغه د دې لړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی هم شو.
د اسټرالیا لوبډلې ددې لړۍ په ګټلو سره د نمبرو په جدول کې دویم مقام تر لاسه کړ او پدې معنی چې د ټیسټ لوبو نړیوالۍ اتلولۍ ګټلو لپاره به د جنوبي افریقا د لوبډلې سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې دا لوبې د کرکټ په کور – د لندن لارډز- لوبغالي کې د ۲۰۲۵ میلادي کال د جون میاشتې په ۱۱ مې پیل شي.
فورم \ دبحث خونه