د لاس رسي وړ اتصالات

په اسپانیا کې په یو کلب کې اور لګېدلی او ۱۳ تنه مړه دي


د اسپانیا په یو کلب کې اورلګیدنه
د اسپانیا په یو کلب کې اورلګیدنه

په اسپانیا کې د یکشنبې په سهار اکتوبر لومړۍ نیټه (تلې ۹) په یوه شپني کلب [نایټ کلب] کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي؛ مقامات وایي د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.

د اسپانیا د بیړنیو خدماتو ادارې په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې اور وژونکي لا هم د پیښې په ځای کې فعالیت ته دوام ورکوي او "امکان شته چې نور قربانیان وموندل شي."

ژغورونکو ویلي، دوی ته په لومړي ځل په ځايي وخت د سهار په ۶ بجو خبر ورکړل شو چې په دوه پوړیز شپني کلب کې اور لګېدلی دی. دوی ژر د پیښې ځای ته ورودانګل او څلور جسدونه یې وموندل او بیا یې شاوخوا ۴۰ دقیقې وروسته دوه نور مړي وموندل. وروسته بیا د مرسیا ښارګوټي ښاروالۍ تائید کړه چې د اورلګیدنې پدې پیښه کې اووه تنه مړه شوي دي.

د بیړنیو خدماتو لخوا د خپرو شویو عکسونو له مخې، اور د "تیتر" په شپني کلب کې، چې "فونډا میلاګروس" په نامه هم یادیږي، لګیدلی.

د پولیسو یو ویاند وویل چې د شنبې په شپه په کلب کې د زېږېدو د ورځې مراسم نماځل کیدل او تر اوسه د دې مراسمو ټول ګډون کوونکي نه دي موندل شوي.

د اسپانیا د ملي پولیسو ویاند ډیاګو سیرال، سیمه ییزې راډیو ته وویل: "د لومړنیو معلوماتو له مخې اور د شپني کلب په لومړي پوړ کې لګیدلی و."

په پیښه کې څلور تنه ټپیان شوي چې د فرانسې، بریتانیا، رومانیا او بلجیم د هیوادونو اتباع دي.

په ۱۹۹۰ کال کې د اسپانیا په شمال ختیځ زارګوزا ښار کې په یو شپني کلب کې د اورلګېدنې له امله ۴۳ کسان ووژل شوي وو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG