د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د روسیې د میزایلو برید کې 'لږ تر لږه ۳۵ تنه وژل' شوي 


Russia attack in Ukraine
Russia attack in Ukraine

د اوکراین چارواکو نن دوشنبه جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) وویل چې د دغه هېواد د دنېپرو په سیمه کې په یوې ودانۍ باندې د روسیې د میزایلو په برید کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی او ژغورونکې لا هم د خلکو لټون کوي.

د دنېپروپېتروسکف سیمه ایز والي والنتاین ریزنیچېنکو په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي دي چې په برید کې ۷۵ تنه ژوبل شوي او د ۳۵ نورو برخلیک معلوم نه دی.

دا برید د شنبې په ورځ شوی او د اوکراین پوځ وايي چې د « Kh-22» میزایل دي چې د روسیې د کیرسک له سیمې څخه توغول شوي. د اوکراین پوځي مقامات وايي په دې ورځ روسیې ۳۳ میزایل توغولي وو چې اوکراین یې ۲۱ خنثی کړي دي خو د « Kh-22» میزایلو د خنثی کولو سیستم نلري.

مقامات وايي په اوکراین باندې له یرغل راهېسې روسیه ولسي خلک او سیمې په نښه کوي، خو مسکو دا ادعا ردوي. نن دوشنبه جنوري ۱۶ (مرغومې۲۶) د کرملین ویاند دمتري پیسکوف وویل چې روسي ځواکونه «د استوګنې ودانۍ او ټولنیز تاسیسات نه په نښه کوي، بلکې پوځي اهداف په نښه» کوي.

هغه دا ادعا هم وکړه په دنېپرو کې چې څه پېښ شوي دي، د اوکراین کار دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له دغه برید وروسته په خپلې تلویزوني وینا کې له نړۍ څخه د مرستو له کبله مننه وکړه او وویل چې «دا ډېره مهمه ده چې عادي خلک ترور ته په ځواب ورکولو کې متحد» شي.

هغه همدغه راز په روسیې کلک انتقادونه وکړل، له شیطان سره یې پرتله کړه او وویل چې «شیطان تل هغه کسان په یاد ساتي چې ترې ډارېږي او یا ورسره چنې وهي او کله چې درپسې راغی، بیا دې څوک د بچ کولو» نشته.

په همدې حال کې د اوکراین ګاونډي بلاروس نن دوشنبه له روسیې سره ګډ پوځي تمرین پیل کړ. د بلاروس د دفاع وزارت ویلي دي چې دا تمرین به د فبروۍ تر لومړۍ نېټې پورې روان وي او د دغه هېواد ټول هوايي ځواک به په کې ګډون کوي.

وزارت وايي په دغه تمرین کې هوايي تمرینونه، د سرحد ګزمې، د هوايي برید خنثی کول او د زخمیانو انتقالول شامل دي.

بلاروس په اوکراین باندې د روسیې له برید وروسته څو ځلې له مسکو سره ګډ پوځي تمرینونه کړي او دې کار په اوکراین کې دا اندېښنه پیدا کړې ده چې ممکن بلاروس له روسیې سره په جګړې کې ګډ شي، خو بلاروس اطمینان ورکړی چې دا کار به نکوي.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبروۍ په میاشت کې په اوکراین باندې پوځي یرغ پیل کړ، امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د روسیې په مقابل کې دا جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG