په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې د پای ته رسولو دپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې احتمالي موافقې هیلې زیاتې شوي خو ورسره دا اندیښنه هم زیاته شوې چې گواکې د بهرني ځواکونو د وتلو وروسته به په افغانستان کې بشري مرستې کمې شي.
دا مسله تر ډیره د طالبانو په تصمیم پورې تړلې ده او طالبانو تراوسه داسې څرګنده کړې چې هغوئ د بهرنیانو د وتلو وروسته هم د نړیوالو مرستو داوم غواړي.
خو که چیرې طالبان چې د ځینو راپورونو له مخې د افغانستان ډیرې سیمې په واک کې لري کلک اسلامي قوانین نافذ کړي او خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو داسې اندیښنې شته چې ځینې مرستندویه موسسې به د افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړي.
افغان ماشومان به د سولې شاهدان وي خو که چېرې دوی د سولې د لیدو لپاره ژوندي پاتې شي.
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو هماهنگ کوونکی توبي لینزر وایي باوري دی چې د افغانستان لپاره نړیوالې مرستې به کمې نشي. لینزر د افغانستان وضعیت ته په کتو وایي چې په هر حال کې باید بشري مرستې دوام وکړي.
سږکال د یونسیف ادارې ویلي چې په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ د اخته کیدو سره مخ دي او ٦٠٠٠٠ ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي، داسې وضعیت چې د بیړنۍ درملنې پرته به مړه شي.
چاریکار ښار کې هره میاشت د څه د پاسه زرو ماشومانو چې د خوارځواکۍ او د ودې نورو ستونزو سره مخ دي درملنه کیږي.
په کابل کې د اندراگاندي د ماشومانو په روغتون کې یوه میرمن له جلال اباد نه خپله درې کلنه لمسي حمیرا چې په خوارځواکۍ اخته ده د درملنې لپاره راوستې ده. له دې درې ورځې مخکې د حمیرا دوه کلنه خور له همدې ناروغۍ نه مړه شوه.
د اندراگاندي د روغتون مشر داکتر بشیر قریشي اندیښمن دی که چېرې د امریکایي عسکرو له وتلو وروسته نړیوالې مرستې بندې شي د ډاکترانو معاش او د درملو د اخیستو لپاره بودیجه له کومه کړي.
قریشي وایي "د امریکا خلک او په تیره د ترمپ حکومت د طالب او امریکا ترمنځ مذاکرې باید داسې وکړي چې د افغانستان گټې، د بیان ازادي، د خلکو ازادي او زمونږ د فرهنگ خوندیتوب په پام کې ونیول شي. که ښاغلی ترمپ غواړي مونږ بیرته د ډبرې عصر ته ولیږي دا هم د هغه په اختیار کې دی."
د ٢٠٠١ کال نه راپدیخوا چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت ونړو د میلیاردونو ډالرو مرستو برسیره اوس هم د افغانستان نیمایي نفوس په بې وزلۍ کې ژوند کوي.
د مرستو اکثره برخه امنیتي چارو ته ځانگړې شوې او افغانان په اداري فساد او د مرستو په ناسم مدیریت کې د مرستو د ضایع کیدو له امله په غوصه دي.
افغانستان د ٢٠٠١ کال نه را پدیخوا د امریکا تر ټولو لوی مرسته اخیستونکی هیواد دی.
د حکومت پنځه اویا په سلو کې مصرفونه د مرستو په پیسو پوره کیړي، چې د نړیوال بانک له نظره دا شمیره ډیره لوړه ده.
نړیوال بانک د جولای په میاشت کې د نړیوالو مرستو د کموالی د احتمال نه خبرداری ور کړی و.