د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې یو شمېر ځوانان وايي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل دپاره انځورګري زده‌ کوي


کابل کې د هنرونو د زده کړې یو مرکز
کابل کې د هنرونو د زده کړې یو مرکز

د کابل د هنرونو په یو مرکز کې په زده کړه بوخت ځلمیان وايي د خپل ذوق د خړوبولو تر څنګ پدې هیله انځورګري زده کوي، تر څو وکولای شي خپلو کورنیو ته روزي وګټي.

د خوځون په نوم د انځورګرۍ، میناتورۍ او نقاشۍ د هنرونو د زده کړې په مرکز کې په لسګونو نجونې او هلکان زده کړي کوي.

ددې مرکز مسئولین وايي ددې سره سره چې د هنرونو زده کړه تر ډېره په ذوق او علاقه پورې اړه لري، باید د هنر برخې زده کوونکي په دې هم پوه کړي چې څنګه د هنرونو په مټ کولای شي خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

د خوځون مرکز ښوونکی یاسر سهاک وايي: "اول د هنر د زده کړې لپاره ذوق پکار دی، کله چې یو شاګرد دا علاقمندي پیدا کړه وروسته موږ باید هغه دې ته وهڅوو چې څنګه حلاله نفقه ځان ته پیدا کړي او موږ باید کوښښ وکړو چې شاګردان له لاسه ورنکړو."

د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې له بیا واکمن کېدو وروسته کله چې طالبانو د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې، یو شمېر نجونو د هنر زده کړو ته مخه کړې ده.

افغانستان کې ښوونځي ته له تګ څخه منع شویو یو شمېر نجونو د هنرونو زده کړې ته مخه کړې ده.
افغانستان کې ښوونځي ته له تګ څخه منع شویو یو شمېر نجونو د هنرونو زده کړې ته مخه کړې ده.

رخسار او مصطفی ددې مرکز زده کوونکي دي. دوی د خپل ذوق د خړوبولو تر څنګ وايي چې هیله لري د میناتورۍ او انځورګرۍ په مټ خپل اقتصاد پیاوړی کړي.

رخسار وايي: "زما له میناتورۍ سره زیاته مینه وه، په پیل کې ښه نه وم، خو استاد خواري راسره وکړه او اوس ښه یم. په کورنۍ کې مې پلار جان زیاته تشویقوي."

میناتورۍ او انځورګري په افغانستان کې تاریخي ریښې لري. فرهنګي فعالان وايي چې د اقتصادي ستونزو په وجه تر ډېره د افغانانو لومړیتوب دا وخت د نس مړول دي او همدا وضعیت د هنرونو د شاته پاتې کېدو لامل بولي.

لیکوال او فرهنګي فعال رفیع بیان وايي: "له بده مرغه په افغانستان کې ټولو هنرونو ته توجه کمه ده، ځکه دلته لومړیتوب د ډوډۍ پیدا کول دي او وروسته بیا هنرونو ته تر ډېره د رشخند او ساتیري په سترګه کتل کیږي چې دا لویه ستونزه ده."

د هنرونو د ودې په هکله اندېښنې یواځي تر انځورګرۍ او میناتورۍ نه محدودېږي، د هنرمندانو په نظر، په افغانستان کې دا وخت د ټولو هنرونو د ودې لپاره چاپیریال نامناسب شوی دی او د ډېرو برخو هنرمندان د اقتصادي ستونزو ترڅنګ پر خپلو هنري فعالیتونو د محدویتونو څخه شکایت کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG