د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین جګړې ته د جذب شویو روسي سرتیرو ښځې: "میړونه مو راستانه کړئ"


د اوکراین جګړې ته د جذب شویو روسي پوځیانو میرمنې
د اوکراین جګړې ته د جذب شویو روسي پوځیانو میرمنې

د اوکراین جګړې ته د جذب شویو روسي پوځیانو میرمنو په مسکو کې د یوې بیسارې مظاهرې په ترڅ کې له اوکراین څخه د خپلو ‌میړونو د بیرته راستنولو غوښتنه وکړه.

د شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب ۵) ددغو روسي پوځیانو د میرمنو د مظاهرې په ترڅ کې، پولیسو د خبریالانو په ګډون لږ تر لږه څلور کسان ونیول.

یوه ویډیو چې د (SOTA) په نامه د یوې ازادې رسنۍ لخوا خپره شوې، ښیي چې پولیس څلور کسان نیسي چې دوه تنو یې ژیړ واسکټونه اغوستي چې "پریس" لیکل شوي دي.

د روانې میاشتې په پیل کې، پولیسو په یو ورته لاریون کې د شاوخوا ۲۰ خبریالانو یوه ډله ونیوله، او د فرانس پرس په ګډون رسنیو ته یې خبرداری ورکړ چې د مظاهرو خبري پوښښ ونه کړي.

د شنبې د ورځې دا نیول په داسې حال کې کیږي چې پر اوکراین باندې د مسکو د پوځي برید دوه کاله پوره شول.

د "پوټ ډوموی" په نامه د ښځو یو سازمان د روسیې په ښارونو کې نن د شنبې ورځې غرمه مهال په ټولنیزو رسنیو کې د مظاهرې کولو غږ کړی و.

د (SOTA) په نامه د ازادې رسنۍ ویډیو یوه ښځه ښیي چې د "پریس" ژیړ واسکټ یې اغوستی و او ویل یې: "تاسو ولې ما توقیف کوئ؟"

په ویډیو کې یو سړی هم ښودل شوی چې ګلونه یې په لاس کې دي او د پولیسو لخوا نیول کیږي.

دغه میرمنې په سمبولیک ډول هره شنبه د کرملین بهر "د بې نومه سرتیري" پر څلي سره ګلونه ایږدي.

د نادیژدا په نامه یوې ښځې چې په لاریون کې یې برخه اخیستې د سوټا ازادې رسنۍ ته ویلي: "په اوسني وخت کې حتی د ګلونو ایښودل چې خپل مدني موقف څرګند کړو هم ځانګړي خطرونه لري."

روسي مقاماتو په مظاهرو کې په عمده توګه ژورنالیستان او نارینه لاریون کوونکي توقیف کړي، خو د لاریون کونکو میرمنو د نیولو څخه یې ډډه کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG